دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+له دویچه ویلي سره د بنین سیوان مرکه| دولت وزیري

له دویچه ویلي سره د بنین سیوان مرکه| دولت وزیري

بنین سیوان وايي، زما په وخت کې هم ښکیلو لوریو یو تر بله له مخامخ خبرو ډډه کوله، زما به یوه پښه په امریکا، بله په اسلام اباد، بله سعودي او بله کابل کې وه.

« سمه ده خو هر څه دی د نواز شریف په خوښه تر سره کول.»

که حق ووایم، ډاکتر نجیب الله د قدر وړ بولم او هغه د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو و.

  «خو په لوی لاس دې وواژه.»

هغه وخت ټولو لوریو ویل، چې نجیب په واک کې وي، سوله نه راځي، نجیب به ویل، زه دې نه یم، خو دوی دې سوله وکړي، هغه حتی د سولې لپاره خپل مرګ ته تیار و.

                         «نو ځکه تا وواژه.»

ډاکټر نجیب الله سره خپلو خلکو خیانت وکړ، زه هغه پسې کابل ته ولاړم، چې له افغانستانه یې وباسم خو خلکو یې هغه ته اجازه ور نه کړه، اخر مې د ملګرو ملتونو دفتر ته بوت.

     «او بيا دې همغلته د وژلو لپاره پریښود.»

سلیمان لایق ته مې د ډاکټر نجیب استعفا ورکوله، راته یې وویل چې ښاغلی سیوانه، دا مکار موږ ته وسپاره، موږ پوهېږو چې هغه باید دلته وي، که له افغانستانه ولاړ شي؟

ما سلیمان لایق ته وویل، خپل مخ دې وروستی ځل کله په اینه کې کتلی؟ هغه ویل څه مطلب؟ ما ورته وویل دوه اوونۍ وړاندې دې رسنیو ته ویل چې نجیب الله مې معنوي زوی دی، خو نن هغه ته مکار وایې؟

«د دې ټولو بدمرغیو مسؤل ته يې، ځکه لايق پوهيده چې تا نجیب غولولی دی.»

 جهادي ډلو راته د مؤقت حکومت لپاره سلګونه نومونه راکړي وو.

«ځکه چې تا د سولې لپاره کار نه کاوه، تا هم د خليل زاد په رول کې کار کاوه.»

نواز شریف د مجاهدینو ټولې ډلې خپل کور ته وربللې وې او د مؤقت حکومت په اړه ورسره غږېده، ما نواز شریف ته وویل، دا خلک نه سره جوړېږي، خو نجیب حاضر و چې مجاهدین له مؤقت حکومت سره کابل ته راشي او دا ورته واک پرېږدي.

«ته د نوازشريف ډول ته ګډیدي، هر څه دی د هغه سره په مشوره تر سره کول.»

د پاکستان شارژدا فیر راته وویل، هیواد مو اماده دی چې نجیب الله ته سیاسي پناه ورکړي، نجیب الله وویل هیڅکله هغه ملک ته پناه نه وړم چې تل زما د وژلو په لټه کې و، زه د سولې لپاره استعفا ورکوم او که اړتیا شوه همدلته به ومرم.

«ته د هغه په وژلو ویاړ کوي، هغه ستا هره خبره ومنله خو تا هغه مرګ ته ورکړ.»

آی ایس آی د هر څه ترشا لاس درلود، غوښتل یې افراطیان واک ته ورسوي او په دغو افراطیانو کې یې حکمتیار ډېر نازدانه و.

«په دی کې شک نشته چی د ټولو ناخوالو تر شا د اي اس ای لاس و، خو تا دا هر څه د داکتر نجيب الله څخه پټ ساتل.»

ما امریکایانو ته وویل د افراطیانو ملاتړ مه کوئ، دوی ویل دا افراطیان د روسانو وژلو ته ښه دي، ما ورته وویل، سبا به ستاسو پر ضد ولاړ وي او تاسو به وژني.

«ته پخپله غير مستقيم د امريکايانو ګوډاګي وي، تا د داسی خبرو جرئت نه درلود.»

حکمتیار بنیادګرا نه بلکې افراط ګرا و، ما یوه ورځ حکمتیار ته وویل، متاسف یم چې تاسې د الله په نوم وحشتونه کوئ.

«هههههه په هر څه ښه پوهيدي، خو بيا دې هم نجیب هغوی ته په لاس ورکړ.»

زما وخت کې سوله ځکه ونه شوه، چې چا راسره د نجیب استعفا او مؤقت حکومت باندې هوکړه کړې وه، همغو سوله سبوتاژ کړه.

« ستا انډيوال نواز شريف سوله سبوتاژ کړه او هغه هم ستا په مشوره.»

ډاکټر نجیب خپل خلک ښه پېژندل، هغه سوله د خلکو مبرم ضرورت باله، هغه سولې ته هر ډول قرباني ورکوله.

« ډاکټر نجیب الله خپل خلک پیژندل، خو ستا په پيژندلو کې د لويې اشتباه سره مخ شو.»

تر څو چې افغانان پخپله سولې ته اماده نه شي، سوله نه شي راتلی.

« دا ځکه چې هلته هم تاسو او اوس هم تاسو په بدل نوم افغانان بولی نه نه پریږدي.»

جنګسالاران اوس هم په خپله خوښه سوله غواړي، طالبان هم فکر کوي چې امریکا وځي او جګړه دوی ګټلې، د سولې لپاره هیڅ برنامه نه شته.

«هلته هم مجاهدينو د سولې لپاره کومه برنامه نه لرله، خو تاسو ور باندې باور کاوه. اوس هم کومه برنامه نشته خو تاسو يې د ګل په څیر ساتئ.»

زه ډارېږم چې ډاکټر غني هم د ډاکټر نجیب مشابه حالت سره مخ دی، جنګسالاران به هغه یوازې پرېږدي، هغوی خپلې ګټې لټوي، هغوی د افغانانو د ګټو په کیسه کې نه دي.

زما په اند نږدې راتلونکي کې به جګړې شدت واخلي او لا زیات خلک به ووژل شي.

« سمه خبره، ځکه هر څه ستاسو په لاس کې دي، که جګړه ده او که وژل دي.»

وېره لرم چې پر افغانستان تېر بد تاریخ تکرارېدونکی دی.

طالبانو سره په خبرو کې افغان دولت په حاشیه کې ساتل شوی او یوازې ننداره کوي چې څه به پېښ شي؟

« تا هم په ټولو خبرو کې ډاکټر نجيب په حاشيه کې ساتلی و، اوس ستا په رول کې خلیل زاد کار کوي.»

که بهرنیان له افغانستانه ووځي، تاسې به د نویو ایتلافونو شاهد واوسئ، جنګسالاران یواځي د خپلو ګټو په اړه فکر کوي.

«جنګسالاران ټول ستاسو محصول وه او اوس طالبان هم ستاسو محصول دي.»

زما په باور افغانستان کې باید د افغانانو په مالکیت سوله وشي، هیڅوک له بهره پر دوی سوله نه شي تحمیلولی.

« چې دومره پوهيدي ولی دې هلته داسې نه ویل چی اوس د شيطانۍ مشورې ورکوي.»

د خلیلزاد د سولې پروسې د بریالیتوب په اړه څه نه شم ویلی، خو دومره وایم چې هغه یوازې د امریکا ګټې په پام کې نیسي.

«ستا او د هغه تر منځ يواځې د نومونو تفاوت دی. ته بینین سیوان وي او هغه خلیل زاد دی، خو ستا په رول کې کار کوي.»

1 COMMENT

  1. دولت وزیری ډیره مننه د مرکی برخي مو ښی ځواب کړی خو تاسی هم خپله په دغو تیروتنو کی لاس درلود ځکه تاسی خپله مرکه هم اعتراف کړی و. اوس چی سپینی ووایی دا هم بسنه کوی چی یو بل بحران نه خلک اګاه و اوسی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب