دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهصالح: طالبان باید پوه شي چې بادار یې «پاکستان» د دوی پر...

صالح: طالبان باید پوه شي چې بادار یې «پاکستان» د دوی پر سر معامله کوي

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۵مه) د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح نن په یوه رسمي سفر خوست ولایت ته تللی دی.

د دې سفر موخه د خوست د امنیتي وضعیت ارزونه ښودل شوې ده.

امر الله صالح په خوست ولایت کې له ملکي، پوځي او قومي مشرانو سره په کتنو کې ویلي، طالبان باید پوه شي، چې بادار یې پاکستان د دوی پر سر یوځل بیا معامله کوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تازه طالبانو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته دې امریکا ته په سیمه کې د پاتې کېدو فرصت نه ورکوي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بهرني ځواکونه په سیمه کې د نا امنۍ او جګړې اصلي لامل دي او که کوم هېواد بهرنیو ځواکونو ته اډه ور کوي، دوی به د دې  ډول ناوړه او پاروونکو کړنو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ، دوی وار وار ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

طالبان وايي، د افغانستان ګاونډیان دې بهرنیو ځواکونو ته اډې نه ورکوي

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د دفاع وزارت څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د وضعیت د څارنې لپاره ورته پاکستان د خپل هوایي او ځمکني حریم د کارولو اجازه ورکړې.

د پينټاګون دغو څرګندونو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هغه خبرې هم بې اساسه ثابتې کړې، چې ویلي یې و، له افغانستانه تر وتلو وروسته امريکا ته په خپله خاوره کې پوځي اډې نه ورکوي.

امریکایي چارواکو هغه مهال ویلي وو،  پاکستان ورسره منلې ده چې له افغانستانه تر وتلو وروسته له ډیورنډ کرښې پورې غاړې د افغانستان وضعیت وڅاري.

پاکستان امریکا ته د خپل ځمکني او هوايي حريم د کارولو اجازه ورکړه

3 COMMENTS

  1. امرالله صالح واقعیت ویلی دی چې ټالبان یې یو ځل بیا خرڅ کړل . د 2001 کال په شان به لوڅې کونې تر ګوانتانامو روان وي . دا بېشرمه مخلوق هېڅ شرم نه لري .

  2. پاکستان هم خپله په ذات کې يو خرڅ شوی حکومت او ملت دی. له جوړېدو تر اوسه ددوی حضور یوازې د نړۍ د بدبختی سبب شوی. د نړۍ په هر ګوت کې چې یو تروریستي عمل وشي، لکۍ یې حتمي د پاکستان په کونه کې دی. ددوی مشران خپل په ناموس صرفه نه کوي په طالب به یې څه وکړي.

  3. طالب خپله د پنجاب زوی ده، دا چې ناهله افغانان ضد او غقده لري نو ژوند يي هم تريخ او تباه ده او په داسو افغانانو دې تل ژوند تريخ وي چې تل غلامي کې نوم ګټلی او ولس ته هم ښه روښانه دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب