Homeخبرونهد صنعت او سوداګرۍ وزارت: بهر ته به د افغاني غالیو صادرات...

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: بهر ته به د افغاني غالیو صادرات زیات شي

تاند — د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په روان کال کې د غاليو د صادراتو د لا زیاتېدو خبر ورکوي.

دغه وزارت وايي، په امريکا، جرمني او عربي متحدو اماراتو کې د غاليو د پلورنې لپاره د دايمي بازارونو د جوړولو لپاره کار روان دی چې د لنډ مهالو او اوږد مهالو نندارتونونو په جوړولو سره صنعت کاران کولاى شي په دغو بازارونو کې خپل توليدي محصولات وپلوري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه/ د جوزا ۵مه/ وویل، د غاليو سوداګرو ته د هڅونې او ملاتړ په هدف د ۶ سلنه صادراتو پیسې وزارت ورکوي چې په دې سره، به په روان کال کې په هېواد کې د غاليو د صادراتو کچه لوړه شي.

د فواد احمدي په خبره، دغه وزارت د نړيوالو مرستندويو بنسټونو په ملاتړ په نږدې راتلونکې کې د غاليو د توليداتو او صادراتو د زياتوالي لپاره له ګټې پرته پورونه برابروي.

تر دې مخکې یاد وزارت ویلي و چې د افغانستان په نوم او نښان د غاليو د توليد، اوبدلو، مینځلو او صادراتو لپاره ټول تخنيکي امکانات برابروي چې له دغې برخې څخه د زيات ملاتړ زمينه برابره شي.

ښاغلي احمدي د تېرې شنبې په ورځ وویل په داسې یوې طرحې کارکوي چې تر راتلونکو شپږو مياشتو به د هېواد ټول محصولات د افغانستان په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادر شي.

نوموړي زیاته کړه، هند او فرانسې ته د افغانستان د صادراتي محصولاتو لپاره د بااعتباره سرټيفکيت د ترلاسه کولو پر پروګرام کار پیل کړی دی چې د دې سند په اخيستلو سره به د نورو هېوادونو په نوم بهر ته د افغانستان د صادراتي مالونو د صادرولو مخه ونيول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...