دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهپه لغمان کې یوازې ۱۱۶ کورنیو ته مرستې رسېدلي دي

په لغمان کې یوازې ۱۱۶ کورنیو ته مرستې رسېدلي دي

تاند (چهارشنبه د جوزا ۵) لغمان کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو له زیاتوالي سره هم‌ مهاله د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په دغه ولایت کې سلګونه کسان د نښتو له امله له خپلو مېنو بیځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه کمېسیون نن چهارشنبه/ د جوزا ۵مه/ په یوه بیان کې په لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او ملکي تلفاتو په هکله اندېښه ښودلې ده.

په بیان کې د لغمان د اوسېدونکو له قوله راغلي، « جګړه سخته او د درنو وسلو د کارولو له امله ملکي خلکو ته زيانونه اوښتي دي، خلک له خپلو مېنو هم بې ځايه شوي چې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.»

دغه کمېسیون د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتي چې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي، د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي او د نړیوالو بشرپالو حقونو اصول جداً مراعت کړي.

د بشر حقونو کمېسیون همدارنګه له ښکیلو خواوو غوښتي چې په یوه پراخ اوربند توافق وکړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې په تېره یوه میاشت کې کابو دوه زره او ۵۰۰ کورنۍ په لغمان کې د جګړو له امله بېځایه شوي دي.

دغه وزارت وايي چې تراوسه یوازې ۱۱۶ بېځایه شویو کورنیو ته مرستې رسېدلي او دا لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په لغمان ولایت کې د طالبانو د پراخو بریدونو راپورونه ورکول کېږي چې له امله یې د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز د دغو بریدونو د مهارولو لپاره یاد ولایت ته تللی و.

د لغمان امنیه قوماندان سمونوال لطف‌الله کامران خبریالانو ته په استول شوې ویډیو کې ویلي چې د طالبانو جنګیالي د مهترلام ښار له څنډو څخه ولسوالیو ته په شا تمبول شوي او لا هم په علیشنګ او علینګار کې عملیات دوام لري.

د ښاغلي کامران په خبره دغو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او زیاته کړې یې ده چې عملیات به ټولو هغو سیمو ته وغځول شي چې هلته مخکې افغان ځواکونه و او حتی هغو سیمو ته به هم داخل شي چې ملي امنیتي ځواکونو سره نه و.

د لطف الله کامران په خبره چې دوی په عملیاتو کې له ډېر احتیاطه کار اخلي، ځکه په وینا یې چې وسله وال طالبان د ملکي خلکو کورونه د سپر په توګه کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب