شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د افغانستان ګاونډیان دې بهرنیو ځواکونو ته اډې نه ورکوي

طالبان وايي، د افغانستان ګاونډیان دې بهرنیو ځواکونو ته اډې نه ورکوي

تاند (چهارشنبه د جوزا ۵) طالبانو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته دې امریکا ته په سیمه کې د پاتې کېدو فرصت نه ورکوي.

دغې ډلې نن چهارشنبه/ د جوزا ۵مه/ په یوه اعلامیه کې ویلي چې بهرني ځواکونه په سیمه کې د ناامنۍ او جګړې اصلي لامل دي او که کوم هېواد بهرنیو ځواکونو ته اډه ور کوي، دوی به ددې ډول ناوړه او پاروونکو کړنو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي.

د اعلامیې له مخې، « په سیمه کې بیګانه ځواکونه د نا امنۍ او جګړو اصلي لامل او هغه لویه غمیزه ده چې تیر شل کاله ټولو ولیدل، په ځانګړي ډول زموږ ځوریدلي ولس تر بل هر چا زیات له دغې غمیزې وکړید او لا هم کړېږي. موږ له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو چې چا ته د داسې اقدام اجازه او فرصت ور نه کړي.»

په اعلامیه کې راغلي، دوی وار وار ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې ګواکې امریکا له افغانستانه د پوځیانو له اېستلو وروسته په شاوخوا هېوادونو کې د خپل پوځي حضور لپاره د اډو په لټه کې ده.

په دې راپورونو کې د مرکزي اسیا، خلیجي هېوادونو او پاکستان یادونه د هغو هېوادونو په توګه شوې چې ښایي امریکا پکې پوځي وغواړي.

طالبان وایي، افغان خاوره به د چا د امنیت پر ضد نه استعمالېږي او له نورو هم غواړي چې خپله خاوره او هوايي حریم زموږ د هېواد پر خلاف استعمال نه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم هغه راپورونه بې اساسه بللي چې ویل کېدل پاکستان امریکا ته د خپل هوایي او ځمکني حریم د کارولو اجازه ورکړې ده.

دغه وزارت زیاته کړې، پاکستان امریکا ته د خپلو حدودو د کارولو اجازه نه ده ورکړې او نه هم په راتلونکې کې داسې کوم پلان لري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي و چې پاکستان امریکا ته د خپل هوایي حریم د کارولو اجازه ورکړې ده او د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه یې د پوځي اډې ورکولو ژمنه هم کړې ده.

2 COMMENTS

  1. هغه متل دی چه (زوی د مړشه چرګه لا پدی تونده ښوروا) یا دا (چه په لوټه وختم کشمیر می ولید )، وبه ګورو چه د پخوانیو جهادیانو په څیر به کوم بل پلان ورته لا له مخکی جوړوی ،ولی متآسفانه چه هیواد به وران او بیچاره پاتی شی ، اوبیا به هم همدا هیواد د دنیا له شرمه ورته دوه متره خاوره ورکړی چه پکی پټ شی . اوس خو د هیچا سره ددی هیواد د بیچاره ولس اندیښنه اوغم نشته.

  2. د ما زامنو ستاسې جنګ د امریکا په پيسو او امر روان دی. ستاسې معاشات د امریکا له جیبه دي. په قطر کې مو چې د لوی لوی څټونه وکړل دا هم د امریکا فیض او لطف دی.

    هسې ځانونه مه سپنیوی خو دا یاد لرئ چې بیا مو د خرڅولو وخت راغلی. کرایي قاتلانو!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب