یکشنبه, مې 5, 2024
Home+کليوال ولې د طالب په وړاندې چوپه خوله دي؟

کليوال ولې د طالب په وړاندې چوپه خوله دي؟

ارین ځلاند||
کله چې د روسانو له وتلو وروسته د مجاهدينو خپل منځي جګړو بې شمېره تلفات او زيانونه دې خاورې ته واړول، د طالبانو په واکمنيدو سره د ټولو افغانانو په زړونو کې د هيلو او اميدونو نوې ډېوې هم بلې شوې، دوی له طالبانو د ظلمونو او وحشتونو د ختميدو بې شمېره هيلې لرلې. د طالبانو په واکمنۍ کې که څه هم د امنيت په بدل کې دې هېواد د پاکستان د ګوډاګيتوب سزا هم ليدلې، خو بيا هم خلک د مجاهدينو د وخت ظلمونو په رايادولو سره بيخي د پاکستان ګوډاګيتوب ته هم راضي وو. خو د امريکا له لورې د طالبانو رژیم له نسکوريدو وروسته په کليوالي سیمو کې د طالبانو واکمني هم په تدريجي توګه زياته شوه. زه به درته د خپلې کليوالي سیمې د سترګو ليدلی حالات وليکم. زموږ په کليوالي سیمه کې په لومړيو کې د طالبانو قدرت بيخي کمزوری و، خو کله چې د طالبانو د واکمنيدو اوازو زور واخيست، ورسره زموږ د کليوالو بدبختۍ هم شروع شوې. هر کله به چې د طالبانو باندې بمبارۍ وشوې، دوی به يې زور له ولسه باسه. دوی په موږ کليوالو باندې دومره ظلمونه وکړل چې د روسانو ارمان يې هم راباندې وکړ. موږ خو د طالبانو ږيرو کې د دوی سپيڅلتيا ليدله، خبر نه وو چې دوی د خپلو ږيرو تر شا څومره لوی شيطانان پټ کړي دي.
زه يو له هغه کليوالو خلکو څخه يم چې د طالبانو د ظلمونو او وحشتونو له وجې مې ښار ته کډه کړېده او خپل کور، کلی او کروندې راڅخه شاړې او ويرانې پاتې شويدي. په کليوالي سیمو کې د طالبانو وحشت او ظلم له زغمه وتلی دی. دوی د جاسوسانو، بې دينه او نورو نومونو سره يوازې زموږ په کوچنۍ کليوالي سیمه کې سلګونه خلک له اختطاف وروسته د يو څو ساعتونو په موده کې په بې رحمۍ سره شهيدانول او کورنۍ يې په دې دنيا ورته د غم په ټغر کېنولې، خو لا هم د هغه سلګونه شهيدانو په اړه طالبان د ګناهکارۍ ثبوت نشي وړاندې کولی. دا حالت يوازې زموږ په کلي کې نه و، په ټولو هغه سیمو کې داسې نارواوې شوي، چېرته چې طالب خپل سپيره قدمونه ټينګ کړي. دوی د همدې تخنيک په وسیله په کليوالي سیمو کې د (وحشت خپور کړه او قدرت وچلوه) پاليسي خپله کړې او لا هم د همدې پاليسۍ په زور په خلکو ناروا قدرت کوي. بېچاره ولس هم د دوی په وړاندې چوپ پاتې ده. که لږ غږ يې هم راووزي هغوی هم د جاسوسۍ په تور په بې رحمۍ وژل کېږي.
کله به يې چې د افغان ملي سرتېرو په وړاندې جګړه شوه، موږ به ليدل چې د يو څو ډزونو وروسته به لکه د موږکانو پشان زموږ په کورونو راننوتل. د دوی له وجې زموږ کورونه ړنګ شول، کورونو باندې مو چاپې ولګيدې او د دوی له لاسه بې شمېرې بې عزتۍ راورسيدې.
د دوی له وجې موږ اړ وو چې د خپلو کروندو څخه د عشر په نامه باج دوی ته ورکړو، دوی دېته هم اړ ايستلو چې په خپلو کروندو باندې حرام بوټي (چرس او ترياک) وکرو، چې دوی ته يې د عشر په نامه د ناروا باج اخيستنې ګټه هم زياته ورسېږي.
د دوی له وجې راباندې په کليوالي سیمو کې داسې کسان واکمن شول، چې د دوی له واکمن کيدو وړاندې مو هغه کسان د خپلو بدعمليو او بدکرداريو له وجې ان په واده او خيراتونو کې په ډوډۍ له ځان سره نه پرېښودل. دوی سره اکثره د مور او پلار ازاريان مل وو.
د دوی له وجې زموږ کليوالې تور سرې له کوره بيرون نشوې وتلی. دوی په هره پوله او پټي باندې د خپلو اوږدو څڼو او ټوپکو سره بې هدفه ګرځيدل. د ګرځيدو بهانه يې هم جوړه وه، ځکه چې دوی خو مجاهدين وو، چا ورته سپڼ نشو کولی، ګنې د پڅو چړو ويره د هر ماشوم نه نيولې تر سپين ږيري پورې په زړونو کې خپره وه.
که د کليوالو څخه د طالبانو د ظلمونو کيسې واورئ، باور وکړئ چې اسرایيلو به هم دومره ظلم او وحشت په فلسطيني مسلمانانو باندې نه وي کړی.

4 COMMENTS

  1. ستا په لیک کی طالبان د کابل په اداره بدل کړه نو لیک به دی ريشتیا مالوم سی.
    طالبانو خو به څو ډزی کړی وی نو تا څه دافغان آزادی لپاره کړی؟

  2. طالب د افغان دا ازادی لپاره نه د بد بختئ لپاره جګړه ګړې او کوي یې. کوم پدر لعنتی ملا دې لېدلې چې ښوونځیو ته اور ورته کړي، پلونه به بمونو والوزوي او د ښوونځي ماشومان او زده کوونکي په بمونو والوزوي. دداسې خلکو او کړونو طرفدارن یوازې او یوازې پنجابي ګوډاګیان، بې پلاره او بې موره غله او رهزنان او بې سواده او خره انسانان تاییدولی شي. لعنت د افغانستان په دښمنانو او د پليد شيطان په نمایندګانو او پنجابې نرښځیانو. چې نه نومونه نارینو ته ورته نه دې او نه یې خبرې. طالب به څومره شرمېږي چې داسې سپک خلک یې طرفداري کوي. همدا طالب او همدا شان یې طرفداران.

  3. ولې به چوپه خوله نه وي. چې خوله یې چوله کړه. مړ دی. تباه دی. عزت، نفس او مال یې مباح دي. په داسې حال کې څوک څه ویلی شي؟!!!!!!!!!

  4. طالب په په تېرو شلو کلونو کې د امريکا او اشغال په وړاندې جهاد (!) کې تر زرو پورې امريکايان هم ندي وژلي، بلکې د دوی جنګ ۹۹٪ مالي او ځاني زيان افغانانو ته ورسيده، په لکونو افغانان شهيدان شول او په ميليونونو نور د همدې سپيره جنګ له وجې په ناوړه توګه متاثره شول. په زرګونه زيربناوې د همدې مردار جنګ له وجې ويجاړې شوې. بل خوا امريکا او ناټو چې د دې جنګ مخاطبين ګڼل کيدل، يوازې يو دوه زره سرتيري يې ووژل شول، نور يې نه ښوونځی وران شو، نه يې سړک وران شو او نه يې هم اقتصادي ضربې وخوړې دوی لا نور هم په اقتصادي لحاظ غښتلي شول. طالبانو که ريښتيا جهاد کولی اول به د همدې امريکا د دوست او منافق هيواد مرستې او غيږې ته نه ورتلل، بلکې د امريکا د يو حامي په توګه به يې د پاکستان سره هم جهاد اعلان کړی و. طالبانو او په ټوله کې افغان ملت امريکايانو په وړاندې د ټوپکي جنګ پر ځای د عدم تشدد مبارزې بديل هم درلوده او تاريخ هم شاهد دی چې عدم تشدد د جنګي مبارزې په پرتله په کراتو اغېزمن او ګټور ثابت شویدی. خو دا هر څه په طالبانو خپل جهالت وکړل کاش نن ورځ د طالبانو د جهالت سزا افغان مظلوم ولس نه ليدلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب