Homeخبرونهمحمد اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وټاکل شو

محمد اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وټاکل شو

تاند (چهارشنبه د جوزا ۵) د افغانستان حکومت غلام محمد اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د خپل دایمي استازي په توګه وټاکه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي چې ښاغلی اسحاقزی به نژدې وخت کې خپله نوې دنده پيل کړي.

د نوموړي په خبره اسحاقزی له ۲۰۱۶ کال نه تراوسه په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه دنده مخته وړې.

تر دې مخکې د شااوخوا دوه نیمو کلونو لپاره عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...