یکشنبه, مې 5, 2024
Home+بنګله دېش ۲مه لوبه هم له سرېلانکا په ستر توپير وګټله

بنګله دېش ۲مه لوبه هم له سرېلانکا په ستر توپير وګټله

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۵مه ) د بنګله دېش او سرېلانکا ترمنځ دوهمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه هم بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې په ستر توپير وګټله.

بنګله دېش د لوبې پچه وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

یادې لوبډلې په ۴۹ ام اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې مشفیق الرحیم ۱۲۵تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د سریلانکا له خوا بیا لکشن سنداکان او دوشمانتا چمیرا ۳-۳ لوبغاړي وسوځول.

لوبه د باران له امله څو ځلې وځنډېدله، چې وروسته بیا سریلانکا ته په ۴۰ اورونو کې د ۲۴۵ منډو هدف وټاکل شو.

سریلانکا په ټاکلو ۴۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۱ منډې وکړې او لوبه د ډي ایل قانون له مخې د ۱۰۳ منډو په توپیر بنګله دېش وګټله.

انوشکا ګونتالیکا ۲۴ او پاتوم نسانکا ۲۰ منډې وکړې.

بنګله دېش لپاره مهدي حسن  او مستفیظ الرحمن ۳-۳ سرېلانکايي لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې له دې وړاندې لومړۍ لوبه هم بنګله دېش لوبدلې ګټلې وه او درېيمه لوبه به د روانې مې میاشتې په ۲۸ مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب