شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو له زندانه ۶۲ بندیان ازاد شول

دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو له زندانه ۶۲ بندیان ازاد شول

تاند (چهارشنبه د جوزا ۵) د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د طالبانو له یوه بل زندان څخه د ۶۲ تنو بندیانو ازادولو خبر ورکړی.

د دفاع وزارت نن چهارشنبه/ د جوزا ۵مه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه زندان تېره شپه د کمانډو ځانګړو ځواکونو له خوا د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند نوروزک کلي کې مات شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، له دې زندان څخه د ۳۶ پوځیانو په ګډون، ۶۲ تنه بندیان ازاد شول.

د امنيتي چارواکو په خبره چې دغه زندانیان د طالبانو له خوا سخت ځورول شوي و.

دفاع وزارت زیاتوي چې د دغو عملیاتو پرمهال د زندان ساتونکي څلور وسله وال طالبان هم ووژل شول او یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم له منځه یووړل شول.

طالبانو تر دا مهاله په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا په روانه اونۍ کې د طالبانو درېیم زندان دی چې د دفاع وزارت له خوا یې د ماتولو خبر ورکول کیږي.

دفاع وزارت په دغه اونۍ کې په هرات او بغلان ولایتونو کې د طالبانو پر زندانونو د افغان کمانډو د ځانګړو عملیاتو پرمهال د ۵۹ نورو بندیانو د ازادولو خبر ورکړی و.

تر دې مخکې افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب