دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار والي: طالبانو په سره رود ولسوالۍ کې یو پُل په...

د ننګرهار والي: طالبانو په سره رود ولسوالۍ کې یو پُل په بمونو الوزولی

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۵مه) د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په بهاولۍ سیمه کې وسله والو طالبانو یو پول (پل) په بمونو الوزولی دی.

والي ضياءالحق امرخېل وايی، طالبانو دا پول تېره شپه په بمونو الوزولی دی.

نوموړي په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: « وسله وال طالبان یواځې ورانول کوي، خو موږ ابادۍ ته ژمن یو.»

دا پول د کابل ـ جلال آباد پر دوهم لین سړک په بمونو الوزول شوی دی.

سره رود، حصارک، شېرزاد او خوږیاڼي هغه ولسوالۍ دي، چې له همدې لارې جلا اباد ښار ته تګ راتګ کوي او خلک یې اوسمهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

خو والي امرخېل زیاتوي، چې سهار مهال یې د ټولګټو چارو ریاست ته سپارښتنه کړې، څو عاجل یاد پولچک ترمیم کړي.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې هم د سره رود ولسوالۍ په فتح آباد سیمه کې وسله والو طالبانو پر همدې سړک ۳ نور پلونه په بمونو الوزولي دي.

ځايي خلک له حکومت نه غواړي څو دهغو کسانو مخه ونیسي څوک، چې عامو خلکو ته ستونزې جوړوي او عامه تاسیسات ورانوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار سره رود ولسوالي یو له هغو سیمو څخه ده، چې وسله وال طالبان په کې پراخ حضور لري او ځايي خلک هم په دې باور دي، چې ډېری عامه ځایونه همدوی ورانوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب