یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکرزی: پاکستان له هند سره د افغانستان اړیکې نه شي زغملی

کرزی: پاکستان له هند سره د افغانستان اړیکې نه شي زغملی

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۵) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې پاکستان په حقیقت کې غواړي چې افغانستان له هند سره اړیکې پرې کړي خو دا ناممکن کار دی.

حامد کرزي د جرمني له شپېګل مجلې سره په یوه ځانګړې مرکه کې د افغانستان د روانې جګړې ګوته پاکستان او امریکا ته ونیوه.

کرزي زیاته کړې، چې پاکستان غواړي د طالبانو له لارې په افغانستان کې سیاسي اثر پراخ کړي.

د هغه په وینا”دا په سیمه کې د برتانیې د استعمار د میراث پورې اړوند وېره څرګندوي. پاکستان باید پوه شي چې دا په زور سره نه شي ګټلی ځکه چې له بهر څخه پر افغانستان تسلط هیڅکله هم کار نه دی ورکړی”.

کرزي همدا راز ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې پاکستان د افغانستان د جګړې تر شا دی او دا کار یې اوس هم ادامه لري.

د هغه په خبره، د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په کتو د سیمې هېوادونو په ګډون پاکستان هم دلته د ځینو ګټو خوندي کول غواړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره پکار دی چې پاکستان له ریښتینولۍ کار واخلي او له طالبانو یې هم غوښتنه کړې چې د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب