Homeخبرونهطالبانو د استانبول غونډې لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي

طالبانو د استانبول غونډې لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۵) د امریکا غږ انګلیسي د راپور له مخې، طالبان غواړي چې د استانبول غونډه د نورو نړیوالو غونډې په څېر لنډه وي او پر مهمو مسایلو دې پرېکړې نه پکې کېږي.

یوې طالب سرچینې ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي خو خپل شرایط یې هم وړاندې کړي دي.

د سرچینې په خبره طالبان نه غواړي چې په دې غونډه کې دې د مهمو او یا کړکیچنو موضوعاتو په اړه کومه پرېکړه وشي، غونډه دې تر درېیو ورځو نه اوږدېږي او د طالبانو لوړپوړي کسان به په دې غونډه کې ګډون نه کوي او غونډه دې په ټېټه کچه وي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر ویلي وو چې د استانبول غونډه به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې وي او د دواړو لورو لوړپوړي مشران به مخامخ خپلې ستونزې مطرح کوي.

خو د طالبانو نوې څرګندونې ښيي چې دا غونډه به هم د نورو نړیوالو غونډو په څېر سمبولیکه او کم اغېزې وي.

په ورته وخت کې یوه لوړپوړي امریکایي ديپلومات پر طالبانو غږ کړی چې خپل نااعلان شوي پسرلني عملیات ودروي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا یوه ديپلومات جیفري ډېلاورنټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د اوسني تاوتریخوالي مسوول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...