یکشنبه, مې 5, 2024
Home+توره مچه | محمد سمیع صادق 

توره مچه | محمد سمیع صادق 

((ځه نو… په دروازه کي مه درېږه، همسایګان دي ويني))، نجلۍ په ټيټ ږغ سړي ته وویل.

ځوان په چپه لاس سپینه غمۍ داره بلوڅۍ خولۍ له سره ایسته کړه؛ په راسته ورغوي ئې غوړ پیکی له سترګو پورته کړ، د نزلې په ورېښتانو کې ئې سم په ګوتو پکښي برابر کړ او بېرته ئې خولۍ پر سر کښېښوده. د سدرۍ دواړي خواوي ئې پر سینه را کش کړې. لاسونه که ئې څه هم د لباس په سرشته بوخت ول خو سترګي ئې د پېغلي په اننګو کي پاته وې. د يوې شېبې لپاره ئې سترګي زړه نا زړه د آسمان پر لور کړې، چي نن شپه ډېر ښکلی اېسېدی، ستوري ځلېدل او د څوارلسمي سپوږمۍ په پوره تاب برېښېده.

 توري شپې د نجلۍ تورو وریښتانو ته د تور رنګ بل لای ورکړی وو او ماتاوۍ د نجلۍ د ښکلو اننګو ګلابې دایرې د دې په ګردي مخ کي مفصلاً برسېره کړي وې.

 بیا نوسړي د لستوڼي کف لوړ کړ، ساعت ته ئې وکتل، چي ستن ئې پر دوو بجو ولاړه وه. نظر ئي بیا د نجلۍ پر باړخوګانو ولګېد او هورې بیا پسې پاته سو. نور ور نیژدې سو چی اوس نو هغه یو قدم فاصله هم د دواړه تر منځ ختمه سوه.

((یوه مچه راکه بیا ځم))، سړي ورو خو چابک ورته وویل.

((مچه هم د هغې څه واخله چي تر اوسه په کوټه کي ورسره وې))، نجلۍ په قهرجن مخ او بوڅو شونډو جواب ورکړ.

((یا، تې راکه))، سړي به موسکا بیا خپل خواهش تکرار کړ.

((ښه، سمه ده، پیسې لرې؟؟؟))، نجلۍ په دي پوښتني سره پر سړي سترګي را و ایستې.

((روپۍ خو ټولي ستا ورېنداري واخیستې، بله هفته بې درکم، پور خو کوې؟)) اوس نو سړی د دې سوال سره سم په خندا سو.

((ځغله لیونیه، ځه ووځه، دروازه بندوم!)) نور ئې نو ځوان په دواړو لاسونو د نیمي خلاصي دروازې تر چارچوبه پوري واهه.

د یوې کوچنۍ کوټې له کړکیه د نجلۍ مور، چي دا هر څه لیدل او اورېدل، خپلي  لور ته ور ږغ کړه، (( رانو، ګېټ بند که… راسه! تور پیسې نه لري،  خطا دي نه باسي دا چوتار دلاک!))

تور مخ کلکین ته واړاوه. په خوله کي ئې خندا وچه سوه، تندی ئې له ګونجو ډک سو، مور ته ئې څه نه سوای ویلای خو خبره ئې رانو ته وکړه، (( لوټونه خو ئې ګرده مږور راڅه یوړل، نوري پیسې نو د کمه سي؟))

-خپل په خوښه دي ورکړي دي.

-زړه مي تا ته وو خو ستا قیمت بیخي لوړ دئ.

-نو بیا هره هفته مه راځه! په میاشت کي یه پلا راځه مفلس خوشحاله!

-ستا قیمت په میاشت هم نه برابریږي. لږ دي دا فیس کم که ظالمي!

-ما ته به څه پاته سي چي کم ئې کم، نیمي لالا ته، لږ مور ته، ما ته څه را پاته سوه؟

-نو ورېنداره خو دې په دوه سوه هم غاړه باسي.

-هغه تر څلوېښتو اوښتې بوډۍ ده، درې کوچنیان لري او زه د نونسو… ستا د مور د عمر ده هغه.

-سهي دئ، جنګ مه کوه ګراني، شل ورځی باده راځم. د اختر په شپو کې کار ډېر يي. بیا دي سم نازوم.

رانو سر په نفي کي وښوراوه او و دراوزې ته ئې وکتل. تور هم پوه سو چي نور نو باید دا نیمه دروازه پوره خلاصه کړي او ووځي دباندي.

 هیله مني سترګي ئې بیا د رانو پر مخ وموښتې، په يوه لاس ئې دروازه پېش کړه او داغسي ئې ونیول دا بل بازو ئې د خلپي معشوقې پر اوږه کښېښود، یو ځل ئې بیا ورته کړه، ((پوه سوې؟ بله پلا دي نازومه وامه… اوس نو راکه یوه…))

نجلۍ اوږې ته یوه ټينګه جټکه ورکړه، د تور چپه لاس لاندي خطا سو، دا یو قدم دروازې ته ور وړاندي سوه او بشيړه ئې پرانیسته.

-ځې که لالا ته ور نارې کم؟

په تور سر وځړېد او له کوره ووت.

د قلف سوي ور شاته رانو له ځان سره بنګېده، (( درې میاشتي کیږي وایی د موبایل کارټ درکووم، دا درې میاشتي کېږي په دغه درواغو موت خوندونه اخلي… پريوځي د بل چا سره مچي زما څه اخلي د ډم بچی…))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب