شنبه, مې 18, 2024
Homeکالمونهسنګرګورګانی اورنګ او د هند د نیمې وچې پښتانه نوابان

ګورګانی اورنګ او د هند د نیمې وچې پښتانه نوابان

نهمه برخه ۹
  استاد شهسوار سنګروال
که له يوې خوا پښتانه د مغلي چارواکو په وړاندې جنګېدل خو له بلې خوا يو شمېر پښتانه مشران بیا د مغلي چارواکو په چوپړ کې وو.
د افغانانو لويه بدمرغي د تاريخ په اوږدو کې همدا وه چې ډېر ځله يو د بل په وړاندې جنګېدلي دي او بيا کله چې يو موټی شوي دي نو ډېرې برياوې يې هم ترګوته کړې دي چې موږ همدغه د هند نيمه وچه يادوو چې لسګونه کاله يې پرې واک چلولی دی.
د اورنګ زېب د واکمنۍ په مهال که خوشال خان، اېمل خان او دريا خان غوندې مېړني د خپلې واکمنۍ لپاره جنګېدلي دي. ولې يو شمېر لکه د خوشال خټک زوی بهرام د اېمل وراره عبدالرحمن د دريا خان ورور تاتار خان بيا د مغلي واکمن اورنګ زېب په پلوی جنګېدلي دي.
همدا ډول د هند په نيمه وچه او سيمه کې نور افغان نوابان هم پېژنو چې له ورته چلند سره مخ وو.
د مغلواکو ډېر چارواکي ترکان، هنديان او افغانان وو. دغه ټبرونو کوښښ کاوه چې خپل ځان د خپل ټبر په مټ پياوړی کړي.
په مغلي دربار کې چې کوم افغانان واليان وو، په ځانګړي ډول د اورنګ زېب د واکمنۍ په مهال نو دوی په دې لټه کې وو چې جنګيالي افغانان په ځان را ټول کړي.
د دغو جنګياليو په لړ کې يو هم سردار جلال خان اپرېدی و او دغه مهال دی د مغلو له خوا د «لوهاري» سيمې استوګن وو، او دېرې ځمکې لرلې.
اپرېدي د کرلاڼي ټبر د نورو تربورانو په څېر په بېلابېلو وختونو کې هند ته راغلي وو.
د سردار جلال خان پښتنو جنګياليو په ډېرو جګړو کې د مغلي چارواکو د واک د ټينګښت او پايښت لپاره برخه اخستې وه.
د کرلاڼيو پښتنو يوه بله پښه د بنګښ قوم دی چې د دوی يو شمېر وګړي هم د اورنګ زېب د واکمنۍ په مهال هندوستان ته ولاړل، چې دوی د کوهاټ اوسېدونکي وو او بيا د اورنګ زېب په پوځ کې شامل شول.
د دغه پوځ د يوې ډلګۍ مشر د عين خان سرواني په نوم ياد شو، که څه هم دی په اصل کې بنګښ وه او کله چې په لومړي سر کې هند ته لاړ په ارشد اباد کې اباد شو.
وروسته د دې کورنۍ يو تن ډېر مشهور شو چې هغه نواب محمد خان بنګښ نومېده او دی د هندوستان په پادشاهي پوځ کې شامل شو.
د محمد خان بنګښ نوم ته نږدې د يوه بل افغان نوم هم د يادولو وړ دی چې هغه دوست محمد خان نومېده.
دی هم په ۱۷۰۴ کې د اورنګ زېب پوځ کې شامل شو او په هغه خونړي جنګ کې برخه واخسته چې د ګواليار د يوې سيمې والي «تردي بېګ» د اورنګ زېب په وړاندې پاڅون کړی وه.
په دغه جګړه پاچاهي پوځ ماته وخوړه او د تردي بېګ قومندان کاشکو خان ډېره توره وکړه د اورنګ زېب ډېر سرتېري ووژل شول، ګڼ شمېر ټپيان شول، چې په دغو کې يو هم دوست محمد خان وه.
دوست محمد خان په همدغه حالت کې له خپلو جنګياليو سره په کاشکو خان بريد وکړ او هغه يې وواژه.
کله چې اورنګ زېب د دوست محمد خان له دې تورې خبر شو نودرباريانو ورته دېر قدر ورکړ.
دی په قوم اورکزی وو، د پلار نوم يې نور محمد خان او د قوم سردار ګڼل کېده. د دوست محمد خان زوکړه په ۱۶۷۲ کال يقيني ده. دوست محمد خان خپلې دوديزې زده کړې له ملا جمالي نه وکړې. له ديني زده کړو سربېره د تورې چلول او د غشي ويشتل يې هم زده کړل.
نواب دوست محمد خان څو مېرمنې لرلې، خو هغه مېرمن يې چې بي بي فتح نومېده پرې ډېره ګرانه وه.
اورنګ زېب د ۱۱۱۸ هـ ق کال د ذالحجې په ۱۹ له دنيا تېر شو. په دغه وخت کې شا عالم د پېښور په لوېديځ جمرود کې وه. کله چې د خپل پلار له مرګ (۱۷۰۶ ز) نه خبر شو، د هندوستان لور ته يې هڅه وکړه او ځان يې د بهادر شاه په نوم پاچا کړ.
د اورنګ زېب له مړينې وروسته د مغلي سردارانو او چارواکو تر مينځ اخ و ډب دومره پراخ شو چې د مغلو ټولواکمني يې له ګواښ سره مخامخ کړه.
لومړی د شا عالم او د ده د ورور اعظم شاه تر مينځ اختلاف.
بهادر شاه (شالم) پنځه کاله پاچا وه. د ده له مرګ نه وروسته د ده هر يوه زوی معزالدين، رفيع الدين، رفيع القدر اوخجسته اختر کوښښ کاوه چې پاچا شي. د وروڼو تر مينځ خو خپل مينځي کړکېچ ان بهادر شاه لا ژودی و چې شروع شوی وه.
ولې د پرلپسې جګړو له امله دغه کړکېچ د معزالدين په واکمنۍ پايته ورسېد.
د معزالدين له مړينې وروسته فرخ سيد پاچا شو. دا هغه مهال دی چې د افضل خان خټک د وينا له مخې: «په نظامپور کښ (کې) دېره وم چې بهرام مړ شه. تابوت يې چشمې ته راووړ.»([1])
له يوې خوا د مغلي چارواکو خپل مينځي اختلاف او له بلې خوا د سيمه ييزو واکمنو واک او ځواک وه چې ورورو د هند لويه وچه د بېلابېلو قومونو او سيمه ييزو واکمنو تر مينځ ووېشل شوه او د هند د مرکزي حکومت شتون يې له ګواښ سره مخ کړ. چې موږ د هند سکان، مرهټيان، جټان، افغانان او په لسګونو نور لوی او واړه قومونه د بېلګې په توګه يادولی شو.
مرهټه وو د مغلو واک ته نوره غاړنه اېښوده او په ۱۷۲۰ کال يې پرېکړه وکړه چې خپل ځواکونه د بهوپال له لارې دکن ته ورسوي. ولې دغه سيمه کې د پښنو ځواک د پام وړ و. نوځکه نامتو نواب دوست محمد خان ورور نواب مير احمد خان د دوی د لښکر مخه ونيوه، خو بريالی نشو او پخپله هم په دغه جنګ کې ومړ. که څه هم د مرکزي هند يوه لويه برخه د دوست محمد خان په نوابۍ کې شامله وه اوولس زره وسله وال جنګيالي لرل. ولې د ده له مرګ (۱۷۲۸ ز) نه وروسته د پښتنو په مينځ کې ستونزې دېرې شوې.
د دوی کمزوريو مرهټه نور هم پياوړی کړل نو ځکه نظام په ۱۷۲۴ کال مغلي پوځ ته سخته ماته ورکړه.
د هند بېلابېل قومونه په دې پوهېدل که چېرې مغلي حکومت له مينځه ځي نو ښايي چې بيا افغانان په هند واک ترلاسه کړي. نو ځکه خو د هند يو شمېر سترو قومونو پرېکړه کړې وه چې د پښتنو زور اوبه کړي چې موږ په دې اړه د سکانو او جټانو هغه بريد د ساري په توګه يادولی شو چې «الاسنګ»
په ۱۷۳۷ کې د زرګونو سکانو او جټانو په زور د افغانانو په يوې مهمې سيمې «رايکوټ» بريد وکړ ډېر افغانان يې ووژل او د ډېرو يې کورونه لوټ کړل.
د هند د نيمې وچې په دغو سيمه ييزو جګړو کې د پښتنو برلاسی ډېرد پام وړ وو، خو له خواشينۍ ډکه خبره دا وه چې پښتانه نه يوازې يو موټی نه وه بلکې پخپل مينځي جګړو کې هم ښکېل وه. را واخله هغه پښتانه مشران، په تېره د خوشال خان کورنۍ غړي پخپلو کې غوښه او چاړه وو، چې موږ د افضل خان خټک، نامدار خان خټک او د صدر خان خټک د زوی نجيب تر مينځ اخ و ډب د بېلګې په توګه يادولی شو.
لکه چې پخپله افضل خان خټک کاږلي دي:
«په سن زر سل شل پنځه ويشت (۱۱۲۵ هـ) مياشت د جمادی الاول عبدالقادر او شهباز د فرزندانو سسره او عبدالله او محمد می واړه قيد کړه … نامدار هوری بی دست وپا يه شه.»(۲
د هندوستان روان کړکېچ د هند نيمه وچه له يو لوی ګواښ سره مخ کړه.
له يوې خوا د هند د مرکزي حکومت کمزوري او له بلې خوا سيمه ييزو واکمنو سرزوري، دېته لاره هواره کړه چې له يوې خوا برتانيه ورورو خپل ځان په هندوستان کې پياوړی کړي او د ختيځې کمپنۍ سياسي او اقتصادي موخې، نظامي موخو ته واړوي او له بلې خوا ډېره مهمه پېښه د هند په تاريخ کې هغه وه چې د پارس نادر افشار په هند وسلوال تېری وکړ.
د ۱۷ – ۱۸ پېړيو په شاوخوا کې د هند د لويې وچې سياسي حالات :
لوېديځوالو به د وخت په خپلو، ډله ييزو رسانيو، خپرونو او يادونو کې د هند هېواد ته د سروزرو مرغۍ ويلي.
لومړی پرتګاليانو او هسپانويانو هڅه وکړه چې دغه د سرو زرو مرغۍ ترلاسه کړي، ماجيلان، کرستوب کلوم او نورو د بېړۍ د تېروتنې له بابته د هند د نيمې وچې پرځای د امرېکا وچې ته ورسېدل.
ځکه د هند د سرو زرو مرغۍ له برکته په ۱۴۹۲ ز کال د امريکا وچه وموندل شوه.
له دې وروسته انګرېزان او فرانسويان دې ته وهڅېدل، چې دغه د سرو زرو مرغۍ په خپل کپس کې را ګيره کړي. خو د دغو سياليو پايله دا شوه چې انګرېزانو ډېر ژر د ۱۷مې پېړۍ (۱۶۰۰ز کال) په پيل کې د هندوستان د بنګال په سيمه کې د سوداګرۍ په پلمه د ختيځې کمپنۍ بنسټ کېښود.
برتانويانو د همدغې پلمې له مخې نه يوازې د هند د نيمې وچې پېښې څارلې، بلکې ان د افغانستان، پارس، د مينځنۍ اسيا هېوادونه هم تر خپل ګروت او څار لاندې نيولي ول چې د روسانو د ګواښ مخنيوی وکړي.
د هند په نيمه وچه کې چې څومره د ګورګانيانو واک کمزوری کيده، هغومره انګرېزان ځواکمن کېدل. خبره دا شوه چې د شرق الهند کمپنۍ، هغې کچې ته ورسېده چې د سوداګريزو توکو او ارزښتونو په څنګ کې پوځي ځواک هم د پام وړ وګرځېد.
د هند واکمن اوځواکمن په دغه مهال کې له څو ستونځو سره لاس او ګرېوان وه. يو خو دا چې دوی په خپل مينځي جګړو اخته وه، بله دا چې سيمه ييز واکمن ورورو پياوړي کېدل او مرکزي حکومت مخ په ځوړه روان وه.
دريمه خبره دا چې د بهرنيانو لاس وهنې هم هند ته را وغځېدې، څلورمه خبره چې ډېره مهمه وه هغه د ګورګانيانو ظلمونه وه. ولې د دوی د ظلمونو د ګواښ نښه له بل هر ټبر نه زيات پښتانه وه.
د دوی د ظلمونو پيل هغه مهال شروع شو چې بابر له افغانستان نه نيولې تر هندوستانه پورې د زرګونو پښتنو له سرونو او ککريو نه برجونه جوړ او منارونه ودرول، چې د ساري په توګه يوازې د باجوړ په پېښه کې د درې زره پښتنو له سرونو څلی جوړ کړ. ان دا چې د دلازاکې پېغلې بي بي شابوړۍ په وينو يې هم خپله خوا سړه کړه.
 له يوسفزۍ بي بي مبارکې سره واده يو بل سياسي ګام او دام وه.
کله چې د پښتنو او مغلو ځواکونو تر مينځ په پاني پټ کې جنګ ونښت نو بيا د بابر د بريد او تېري هغه بدمرغه شېبې را ورسېدې، چې د جګړې ډګر کې د بې شمېره پښتنو سرونه کولې شول، او د دغو ککريو په لړ کې د لودي سلطان ابراهيم په سرو وينو لړلې ککرۍ هم په خاورو ايرو کې پرته وه.
بيا د طاهر تبريزي په نوم يو تن ور منډه کړه د سلطان ابراهيم سر يې له تنې پرې کړ او بابر ته يې په مخکې کېښود.
اوس د لودي سلطان ابراهيم د سلطان بهلول لودي د نازولي لمسي تنه د پاني پټ په ډګر کې خاورو ته سپارل شوېده خو د ککرۍ په هکله يې تر اوسه د هند او نړۍ څېړونکي پټه خوله دي.
ګورګاني پاچا جلال الدين اکبر په اګرې، بنګال، د ګنګا سين دواړو غاړو ته په مېشتو افغانانو يانې کاکړو، لوديانو، سوريانو، نيازيانو، ګګياڼيو، داود زيو، سړبنيو، خټکو، لواڼيو، ترينو، دولت زيو، يوسف زيو، جمراڼيو، محمد زيو، مومندو، خوېشکيوو بړېڅو او نورو ګڼ شمېرو قومونو بريد وکړ او په زرګونه پښتانه مشران، ځوانان، ښځې او ماشومان يې له تېغه تېر کړل.
د شاه جهان د واکمنۍ په مهال ګورګاني پوځ سربېره له دې چې ډېر افغانان په وينو ولړل د دوی وياړلي او نامتو مشران يې هم يو د بل پسې ووژل، چې موږ د بېلګې په توګه د هغومشرانو يادونه کوو چې په وينو ککړ سرونه يې شاه جهان ته ولېږل شول .
چې موږدخان جهان، اېمل خان، عزيز خان او صدر خان ککرۍ يادوولی شو، چې د دوی سرونه يې ښار په ښار وګرځول او بيا يې د برهانپور په کلا وځړول.
له دې پرته ګورګاني واکمنو د پښتنو نايووالي ته هم لمن وهله لکه چې د تاريخ په پاڼو کې لولو: دريا خان داود زی او خان جهان د «چاندي دېوګړ» په سيمه کې استوګن وه. د سيمې راجګانو شاه جهان ته احوال ولېږه چې موږ به دوی په کلا کې ايسار کړو تاسو خپل پوځونه زموږ مرستې ته راولېږی.
د تاريخ مرصع په قول دريا خان داود زي خپل هغه زوی ته چې د شاه جهان نوکر وه احوال واستوه چې راشه زما سر په خپل لاس شا جهان ته يوسه.
له بده مرغه د ده نا مېړني زوی بهادر خان د خپل ننګيالي پلار پرې کړی سر شاه جهان ته يووړ.
تاريخپوهان انګېري چې د مېړني دريا خان موخه دا وه چې سر يې کوم مغل ته په لاس ور نشي. بله دا چې دی پوهېده چې زه اوس کلا بند يم هرو مرو مرم ښه به دا وي چې د خپل زوی سپيتانه خلکو ته په ګوته کړي. هره خبره چې وي ويبه خو سرونه پرې کول د مغلو د ظلمونو يوه لويه نښه وه او دا کار يې د خپلو بريو وياړ ګاڼه.
همدا ډول له اورنګ زېب نه را واخله تر محمد شاه ګورګاني پورې ډېر پښتانه د مغلي چارواکو لخوا يا ووژل شول او يا نېښتې ته اړ شول. چې موږ خوشال ختک، اېمل خان، او دريا خان د بېلګې په توګه يادولی شو.کله چې اورنګ زېب ومړ د ګورګاني واکمنو د واک ستوری مخ په پرېوتو وه. بهادر شاه چې د ده له مړينې خبر شو نو ناصر خان، شهزاده رفيع القدر دته سپارښتنه وکړه، چې افضل خان خټک دلاسه کړي.
د بهادر شاه هيله دا وه چې د خپل پلار ځای ناستی شي، ولې اعظم شاه خپل ځان له هغه غوره ګاڼه، ځکه خو د دواړو وروڼو تر مينځ په اګره کې يوه خونړۍ جګړه ونښته.
اعظم خان او زامن يې په دغه جګړه کې مړه شول او بهادر شاه په ۱۷۰۶ ز کال پاچا شو.
نوموړی د پنځو کالو په شاوخوا کې د واک څښتن وه. د ده له مړينې وروسته د ده څلورو زامنو هر يو غوښته چې واک ترلاسه کړي.
يو د بل پسې د ګورګانيانو خپل مينځي جګړو، که له يوې خوا د دوی واک کمزوری کاوه خو له بلې خوا سيمه ييزو واکمنو هم ورورو د خپل واک او ځواک لمن پراخوله.
د محمد شاه ګورګاني په مهال سيمه ييزه واکمن دومره پياوړي شوي وه، چې هر زور واک چې څه يې غوښتل هغه يې کولی شول.
په ټول هند کې د ګورګانيانو واک دومره کمزوري شوی وه چې نادر افشار ته يې د بريد لاره اواره کړه. د نادر افشار ترشا يو شمېر افغانان ولاړ وه او د ده پوځ يې پياوړی کړی وه چې د افغانانو پوځ ان تر هنده پورې له ده سره مل وه.
نادر افشار په پښتنو مشرانو ډېر باور درلود او دی يې له ډېرو کړاوونو نه ژغورلی هم وه. هم دا لامل وه چې پارسيان د يو شمېر نورو لاملونو په څنګ کې له ده څخه خوابدی شول.
ان تر دې چې نوموړی د محمد خان قاجار لخوا ووژل شو.
«نادر افشار په ۱۷۴۷ کال په خپله خېمه کې ووژل شو. د ابدالي پوځ قومندان په دې وخت کې ځوان احمد خان و.»(۳
نادر افشار له خپلې مړينې اته (۸) کاله د مخه يانې په ۱۷۳۹ کال چې په هند يې بريد وکړ، نو بيا لال کلا ته لاړ. دغه کلا چې د ۹ کالو په موده کې شاه جهان په ډ ېره دب دبه جوړه کړې وه او ډېر قيمتي توکي پکې ځای په ځای شوي وه. د هغه وخت يو مهم مقام وه.
په دغه کلا کې مهمې ماڼۍ په دغو نومونو يادېدې: نقار خانه، ديوان همرنګ مغل، خاص محل، ممتاز محل، ديوان خاص، رنګونو محل، موتي جومات او د حمام ماڼۍ يادولی شو.
د رنګونو محل په مينځ کې يوه وياله ايستل شوې وه چې د جنت نهر يې باله. له دې ماڼۍ سره جوخت خاص محل وه او کيڼ اړخ کې د پټو اسنادو خونه. پدغې ځانګړې خونه کې د شاه جهان د واکمنۍ د مهال ډېر قيمتي څيزونه ځا په ځای شوی وه. چې دا ټول نادر افشار له ځان سره راوړل. په دغو توکو کې نه يوازې د طاووس نامتو تاج شامل وو بلکې د کوه نور الماس هم پکې وه چې ګورګاني واکمن ورته ډالۍ کړ…
د نادر افشار بريد د هند مرکزي حکومت ته څو ستونزې په ميراث پرېښودې:
لومړی دا چې د حکومتي چارواکو تر مينځ بې باوري او د محمد شاه ګورګاني د اروايي حالت کمزورتيا.
دويم د سيمه ييزو واکمنو پياوړتيا او خپل سري .دريم له مرکزي حکومت پرته د يو شمېر چارواکو اړيکې په تېره له انګرېزانو او فرانسويانو سره.
دا ټولې هغه ناخوالې وې چې د پنجاب سکانو له يوې خوا او د مرهټانو ګواښ له بلې خوا د هند لويه وچه وګواښله.
کله چې نادر افشار افغانستان ته راغی کابل لا د هند د مغلو لخوا اداره کېده، ولې همدغه احمد شاه دراني وه چې نه يوازې د مغلو له ټولواکمنۍ يې هېواد ازاد کړ بلکې د هند ډېرې سيمې تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستې.
د مغلو د واک د ورکېدو پيل نادر افشار وکړ خو احمد شاه ابدالي د دوی واک ته د پای ټکی کېښود.
[1] – په برټش کتابتون کې د تاريخ مرصع قلمي نسخه ۷۹۸ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب