یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د سیدجیلاني جلان دوه غزلونه

د سیدجیلاني جلان دوه غزلونه

پیغلې په خوند خوند په اتڼ کې تاووي لاسونه

ته وا په ګلو کې وړي ګلو کې راوړي لاسونه

راشـه له شـاه راباندې ستـرګې وتـړه لیونۍ !

بیا په اوږو راوچـوه بنګړي بنګړي لاسونه

که مرور شو سره خیر دی خو څوک مه پوهوه

لالیــه ! خـلک دغه اور تـه تـودوي لاســونه

زه پخپل مرګ باندې خفه نه یم خفه په دې یم

چې اولادونه به مې چـاته غــزوي لاســـونه ؟

د زړې مېـلې ترڅنګ باغ کې بیا اور ولګیده

جلانه ! څوک د ونو منځ کې خوروي لاسونه ؟

سیدجیلاني جلان

ژوند په جانان وي جانان جانان وي
د خاورو ریګو ځای بیابان وي

پاڅه کار وکړه لافې کړه کمې
په ټیټو غرونو ختل اسان وي

مینې دې لوی کړم له خپله ځانه
تاته چې ګران وي ماته هم ګران وي

ډبره نه ماتوي بله ډبره
زړه ماتول کار د انسان وي

د غره نه ها خوا سوې ژړا ده
تاسو یې وکسئ بیا به جلان وي

سیدجیلاني جلان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب