یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د کبانو د روزنې فارم...

د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د کبانو د روزنې فارم جوړېږي

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۵مه) د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۳۱ ملیونه افغانیو په لګښت د دوه پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، چې په یوه پروژه کې د کوز کونړ په پاچاهي کلا سیمه کې د شاوخوا ۹ ملیونه افغانیو په لګښت ۵۵۰ متره استنادي دېوال جوړېږي او په بله کې یې بیا په عبدالخیلو سیمه کې د ۲۲ ملیونه افغانیو په لګښت په لس جریبه ځمکه د کبانو د روزنې تولیدي فارم جوړېږي.

د کرنې رئیس انعام الله ساپی وایي، د دې استنادي دېوال په جوړېدو سره به په یاده سیمه کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او ۴۰۰ کورنۍ به د سېلابونو له ګواښه وژغورل شي.

نوموړی وایي دغه راز د کبانو د روزنې فارم به هم ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

دی زیاتوي، هغه فارم لرونکي چې د کبانو کاروبار کوي له دې فارم څخه به ورته روزل شوي د کبانو بچي ورکول کیږي څو ورڅخه ګټه واخلي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي، چې د دې بهسودو  ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۱ ملیونه افغانیو په مالي لګښت ۲.۲۳ کیلو متره کانګریټي سړک جوړ شو.

مسوولان وایي، چې د دې سړک چارې په لس سلنه ولسي ونډې په ۶ میاشتو کې بشپړې شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب