دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهلغمان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې څلور...

لغمان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې څلور ماشومان ټپیان شوي

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۶ مه)  سرچېنې وایي، نن غرمه شاوخوا دولس بجې د مرکز مهترلام اړوند سیمه کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلی چې له کبله یې څلور کم عمره ماشومان ټپیان شوې دي.

د لغمان د ولایتي روغتون مسوولان رسنیو ته تاییدوي چې روغتون ته د پېښې له ځایه څلور ماشومان ور وړل شوي دي.

دوی زیاتوي چې د یادو ماشومانو له ډلې دوه تنه یې له درملنې وروسته خپل کور ته لیږل شوي او دوه بستر دي.

له تیرې ورځې را په دیخوا دا څوم ځل دی چې مهترلام مرکز لور ته چیرته چې دولتي ودانۍ دي توغندي راځي او ډیری یې په عامه ځایونو کې لګیږي.

له دې یوه ورځ وړاندې هم د لغمان مرکز اړوند د یوې شخصي راډېو دفتر ته نږدې یو توغندی لګیدلی و چې یو کس یې ټپي کړی و.

ننی توغندی سلطان غازي بابا شهرک کې د یو عام کس په کور کې لکیدلی دی.

عام خلک له ښکیلو غاړو غواړي څو د عامو خلکو مرګ ژوبلې ته پام وکړي.

ورته مهال د لغمان د رسنیو دفتر په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې نن سهار شاوخوا نهه بجې دالینګار ولسوالي په استقامت د دوو هوایي بریدونو پرمهال دچینجار پله او ورته څېرمه سیمه کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور یي ټپیان شوي دي.

اعلامیه کې دغه راز راغلي چې لغمان کې د وسلوالو پر وړاندې هوایي او ځمکني چاڼیز عملیات په بریالیتوب سره روان دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب