پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو په استانبول غونډه کې د ګډون لپاره د درې عمده شرطونو...

طالبانو په استانبول غونډه کې د ګډون لپاره د درې عمده شرطونو وړاندې کول رد کړل

تاند — طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې وایي، دې ډلې د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره درې عمده شرایط وړاندې کړي دي.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې طالبان په دې شرط په دې غونډه کې چې تر اوسه دوه ځلې ځنډول شوې او بله نېټه‌ یې نه‌ ده په ډاګه شوې، ګډون کوي چې درې شرطونه‌ یې ومنل شي.

د راپورونو له مخې، د دغه ډلې استازې په هغه صورت کې د استانبول په ناسته کې ګډون کوي چې دغه ناسته لنډه وي، د ناستې اجنډا کې د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې شاملې نه وي او د طالبانو حضور پکې په ټيټه کچه وي.

خو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن چهارشنبه/ د جوزا ۵مه/ ویلي، تر اوسه د استانبول له غونډې خبر نه‌ دي او نه هم چا ورسره د دې غونډې په هکله معلومات شریک کړي دي.

د ښاغلي نعیم په خبره چې هر کله له دوی سره موضوع شریکه شي، هغه وخت خپل دریځ اعلانوي.

ټاکل شوې وه د امریکا په وړاندیز د افغانستان د سولې په اړه دغه ناسته د ترکیې او قطر په کوربتوب د اپرېل پر ۱۶مه د لسو ورځو لپاره پیل شوې وای.

خو طالبانو تیره مېلادي میاشت وویل چې د دغه ناستې جزئیات له دوی سره نه دي شریک شوي او په همدې خاطر پکې ګډون نه کوي.

تر هغه وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې د افغانستان د سولې په هکله د استانبول ناسته به د اپرېل میاشتې له ۲۴ مې بیا د مې تر څلورمې تر سره شي.

خو طالبانو یو ځل بیا په دغه ناسته کې خپل ګډون رد کړ او ویې ویل تر څو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه حضور ولري، دغه ډله به د افغانستان د راتلونکي په هکله په هیڅ تصمیم نیوونکې غونډه کې ګډون ونکړي.

تر اوسه نه‌ ده څرګنده چې دغه غونډه به چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګېدو لپاره مهمه بلل کېږي، کله جوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب