شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد آی ایس آی مشر عمران خان ته د افغانستان په اړه...

د آی ایس آی مشر عمران خان ته د افغانستان په اړه معلومات ورکړل

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳) پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد صدراعظم عمران خان نن د آی ایس آی مرکزي دفتر ته لاړ چې د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، صدراعظم عمران خان، چې د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم ورسره ملګری و، د آی ایس آی له ريیس ډګرجنرال فیض حمید سره وکتل.

وروسته عمران خان د افغانستان په اړه د یوې غونډې مشري وکړه چې د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه، د هوايي ځواک درستیزوال مارشال زهیر احمد، د سمندري ځواک درستیزوال محمدامجد خان نیازي او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پکې برخه لرله.

پاکستان امریکا ته د خپل ځمکني او هوايي حريم د کارولو اجازه ورکړه

د غونډې برخوالو ته له بهرنیو هیوادونو په تېره بیا د امریکا له متحدو ایالتونو سره د پاکستان د اړیکو او په نیویارک کې د ملګروملتو مقر ته د صدراعظم عمران خان د کېدونکي سفر په اړه معلومات وړاندې شول.

پاکستاني رسنۍ وايي، د غونډې ډېر تمرکز د افغانستان په نویو تحولاتو او رامنځته کېدونکي وضعیت باندې و. دوی د افغانستان د سولې پر پروسې او امنیتي وضعیت هم خبرې وکړې.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې پاکستان امریکا ته اجازه ورکړه چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته د دغه هیواد له هوايي او مځکني قلمرو څخه استفاده وکړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ شپېګل مجلې ته په یوه مرکه کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په سوله او جنګ کې د پاکستان رول نور هم زیاتېږي.

ولسمشر غني شپېګل ته په مرکه کې: سوله یا دښمني د پاکستان په لاس کې ده

1 COMMENT

  1. که امریکایان پاکستان کی مستقر شی بیا دی افغانان که طالب دی او که غالب نر دی شی او د پاکستان په ضد دی د جهاد فتوا ورکی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب