سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني شپېګل ته په مرکه کې: سوله یا دښمني د پاکستان...

ولسمشر غني شپېګل ته په مرکه کې: سوله یا دښمني د پاکستان په لاس کې ده

تاند(شنبه، د ثور۲۵) د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د افغانستان د سولې په اړه به اوس په سیمه کې پرېکړه کېږي او باور لري چې د بیا غور کولو د حساسو شېبو وخت دی.

ولسمشر غني د جرمني له شپېګل مجلې سره په مرکه کې، چې پرون خپره شوه؛ وویل، د افغانستان په سوله کې اوس امریکا کمزوری رول لوبوي او لومړی او تر ټولو مهم پاکستان دی.

«د سولې یا دښمنۍ مسله د پاکستان په لاس کې ده.»

ښاغلي غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان د طالبانو په جګړه کې څه رول لري؛ وویل«پاکستان د (طالبانو) ملاتړ یو منظم سیستم اداره کوي. طالبانو له هغه ځایه لوژیستیکي او مالي ملاتړ ترلاسه کوي او همالته جلب و جذب کوي. د طالبانو د تصمیم نیولو بېلابېلې شوراګانې لکه د کوټې شورا، د میرانشاه شورا او د پېښور شورا د هغو ښارونو په نامه دي چې د طالبانو مشران هلته اوسي. دوی د پاکستان له دولت سره ژورې اړیکې لري.»

ولسمشر غني په عین حال کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوس به نو پاکستان ولې د طالبانو له ملاتړه لاس اخلي، وویل«د پاکستان د پوځ لوی درستیز وړمه ورځ په زغرده راته وویل چې د طالبانو له لوري د امارت یا دیکتاتورۍ بیا واک ته رسېدا په سیمه کې د هیچا په ګټه نه ده، په تېره بیا د پاکستان. خو ده دا هم وویل چې په پوځ کې یې ځینې د ټیتې رتبې افسران په ځینو مواردو کې د دې خلاف نظر لري.»

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د دغه هیواد د آی ایس آی د ريیس او د بریتانیا د پوځ له لوی درستیز سره د دوشنبې په ورځ کابل ته لاړ. ویل کېږي چې بریتانیا او امریکا په ګډه هڅه پیل کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه امنیتي موافقه لاسلیک شي.

ولسمشر غني د دې هڅې په اړه وویل «زما هدف دا دی چې افغانستان بې پرې پاتې شي. موږ نه غواړو چې افغانستان د یوه هیواد په وړاندې له بل سره ملګری شي. موږ نه غواړو چې په سیمه ییزو سیالیو کې شامل شو.»

ولسمشر غني د شپېګل مجلې د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا له طالبانو سره د افغانستان له حکومته پرته موافقه لاسلیک کړه او اوس خپل پوځیان باسي، ایا فکر نه کوئ چې له تاسو سره یې خیانت وکړ؟ وویل «په دې کې خیانت چیرې دی؟ د بایډن ادارې یوه ستراتیژیکه پرېکړه وکړه. دوی خپلې ګټې وارزولې او تعریف یې کړې. زه یې درناوی کوم. په دې هرراز غوسه، احساسات یا نهیلي څرګندول ګټه نه لري. ما په خپله هیڅکله د امریکايي پوځیانو له وتلو سره مخالفت نه دی کړی او نه خپل وخت پر پښېمانۍ ضایع کوم. اوس پوښتنه دا ده چې په راتلونکې کې زموږ ګډې ګټې چیرې دي او څرنګه هغه تنظیم کړو.»

2 COMMENTS

  1. ولسمشر عالم او د کار سړی دی. د هر چا په ژبه او رقم هم پوهېږي. الله دې ورته زر کاله با صحته عمر ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب