سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهقریشي له اتمر سره په خبرو کې د دایمي اوربند لپاره د...

قریشي له اتمر سره په خبرو کې د دایمي اوربند لپاره د هڅو غوښتنه وکړه

تاند(شنبه، د ثور۲۵) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان له باندنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر سره په ټېلفوني خبرو کې د دایمي اوربند لپاره د هلو ځلو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قریشي خپل افغان ساري ته وویل چې اسلام اباد د اختر په درو ورځو کې د اوربند د اعلان هرکلی کوي خو پکار ده چې دواړه خواوې د دایمي اوربند هڅه وکړي.

ده همداراز ویلي چې د افغانانو ترمنځ خبرې د تلپاتې او ټولشموله موافقې لپاره تاریخي فرصت دی او د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه پای ته رسولی شي.

د اتمر او قریشي له ټېلفوني خبرو سره په یو وخت پرون له اوږده ځنډه وروسته یو ځل بیا د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو پلاویو ترمنځ په دوحه کې ناشته وشوه.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویندوی محمد نعیم وايي، په دغه ناسته کې د اختر مبارکي تر څنګ، د هېواد پر روان وضعيت او د بين الأفغاني مذاكراتو پر چټکتیا خبرې وشوې.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې دواړو لورو و پتیله چې له اختر وروسته به هم مذاکراتو ته دوام ور کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی