تاند – په کاناډا کې ارواپوهانو څرګنده کړې ده چې هغه کسان ډير د یخ احساس کوي چې یوازې وي او اجتماعي روابط یې لږ وي.
د ټورنټو په پوهنتون کې ارواپوهانو ویلي دي هغوی چې یوازې ژوند کوي په کور کې ډير غواړي چې ګرم شیان وخوري، تود چای دم کړي او هڅه کوي چې خپله کوټه توده وساتي. په سړو شیانو کې یې د څښاک لږ ساړه شي ته زړه کیږي او په یخو خوراکونو کې مڼه هم خوري خو ډیره نه.
د ټورنټو په پوهنتون کې ارواپوهانو په پنځه شپیته زده کوونکي دا تجربه کړي ده.