تاند(دوشنبه، د جوزا ۳) له دوحې څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو پلاوو پرون (یکشنبه) په خپل منځ کې خبرې وکړې.
دا د دواړو خواوو ترمنځ له اوږده ځنډه وروسته دوهمه کتنه ده. تر دې وړاندې د روانې مې په ۱۳ مه دواړو خواوو په خپل منځ کې لیدلي وو.
همداراز راپورونه وايي چې د طالبانو یو مرکچي عبدالحکیم حقاني، چې له خپلو مشرانو سره د مشورو لپاره پاکستان ته تللی و، بېرته دوحې ته رسېدلی دی.
د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی وايي، مخکې تر دې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نېټه اعلان کړي، خبرو ته د طالبانو لېوالتیا کمه شوې وه. دوی دغه راز ادعا کوي چې طالبانو په بېلابېلو پلمو خبرې ځنډولې خو کله چې بایډن اعلان وکړ چې د مې د لومړۍ پر ځای د سپټمبر پر یوولسمه ځواکونه باسي، طالبانو د استانبول په کنفرانس کې له ګډونه د انکار ترڅنګ د دوحې خبرې هم وځنډولې.
خو په همدې منځ کې طالبانو بیا ادعا کړې چې د افغانستان د جمهوري دولت پلاوی د سولې خبرې ځنډوي.