سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهپه لندن کې د پاکستان او قطر د سفارتونو مخته د افغانانو...

په لندن کې د پاکستان او قطر د سفارتونو مخته د افغانانو مظاهرې او د پاکستان اعتراض

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳) یو شمېر لندن مېشتو افغانانو په دغه ښار کې د پاکستان د سفارت مخته مظاهره وکړه او په افغانستان کې یې د دغه هیواد لاسوهنې وغندلې.

پاکستاني رسنۍ وايي، سره له دې چې د مظاهرې په مهال پولیس حاضر ول، ځینو مظاهره چیانو د پاکستان سفارت ته تېږې او بوتلونه وغورځول خو هیځ عکس العمل یې ونه ښود.

له دې سره په یو وخت افغانانو په لندن کې د قطر د سفارت مخته مظاهره وکړه خو د هغو مظاهره سوله ییزه وه.

مظاهره چیانو د قطر پر ضد شعارونه ورکړل او دا هیواد یې د طالبانو په ملاتړ تورن کړ.

مظاهره چیانو له قطره وغوښتل چې په دوحه کې د طالبانو دفتر بند کړي او طالبان له خپلې خاورې وباسي.

په بریتانیا کې د پاکستان سفارت جیو تلویزیون ته وویل چې د بریتانیا حکومت ته یې شکایت کړی چې د مظاهره چیانو پر ضد اقدام وکړي.

د سفارت ویندوی ویلي چې د مظاهره چیانو د تیږو په وارونو د سفارت ودانۍ ته تاوان اوښتی دی.

ده دغه راز ویلي چې د سفارت ودانۍ ته د اوښتو تاوانونو عکسونه هم د بریتانیا له حکومت سره شریک شوي او ورڅخه غوښتل شوي چې د سفارت د امنیت د خوندیتابه لپاره اقدامات ډېر کړي.

د پاکستان سفارت دا هم ویلي چې په ۲۰۱۹ کې هم د یوه قوم له لوري په لندن کې د پاکستان پر سفارت برید شوی و خو بریتانیا یې په وړاندې هیڅ اقدام ونه کړ.

پاکستاني رسنیو د مظاهره چیانو شمېر سلګونه تنه بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب