جمعه, سپتمبر 13, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته تازه خبرداری؛ خپل نااعلان شوي‌ پسرلني‌ بریدونه ودروئ

طالبانو ته تازه خبرداری؛ خپل نااعلان شوي‌ پسرلني‌ بریدونه ودروئ

تاند (جمعه د ثور ۱۷) اروپايي ټولنې، ناټو، جرمني،‌ فرانسې، ایټالیا، ناروې، برتانیا او امریکا له طالبانو غوښتي‌ چې خپل نااعلان شوي‌ پسرلني‌ بریدونه ودروي.

د دغو هېوادونو استازو په یوې ګډې اعلامیې کې چې نن جمعه/ د ثور ۱۷/ خپره شوې په کې د ولسي خلکو وژل غندل شوي او د مدني ټولنو، خبریالانو، د بشر حقونو او نورو افرادو د وژلو د بندولو غوښتنه هم کړې ده.

دغو هېوادونو د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتي چې د تشدد د کمولو او یو سیاسي ‌جوړ جاړي ‌ته د رسېدو لپاره جدي‌ اقدامات وکړي.

د یادو هېوادونو استازو ویلي چې دوی به له افغان پوځ سره دوامداره مرستې کوي‌، تر څو په کور د ننه او بهر له ګواښونو سره مقابله وکړي.

امریکا، ناټو او اروپايي ټولنه داسې مهال په افغانستان کې د جګړې د بندولو غږ کوي‌ چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پيل شوی دی او د همدې کال په سپتمبر کې به بشپړ شي.

یاد هېوادونه په داسې مهال له طالبانو د بریدونو د درېدو غوښتنه کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې ډګر تود شوی دی او هره ورځ دواړه خواوې یو بل ته د درنې مرګ ژوبل اوښتو ادعاوې کوي.

ورته مهال د امریکا لوی درستیز په تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته ښايي په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي په پنټاګون کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي چې دا د څو نورو انتخابونو په منځ کې یو انتخاب دی.

نوموړي زیاته کړې، امریکا تراوسه پورې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ د دوام پلان نه دی جوړ کړی.

دده په خبره چې امریکا به ځینې مرستې له بهره کوي، خو ځینې چارې باید افغانانو ته وسپارل شي چې دوی یې په خپله وکړي.

امریکا به د افغان ځواکونو روزنې ته په یوه بل هیواد کې دوام ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب