پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+د ټلوالې د جګړو ګواښ اوس ناچله سيکه ده‎

د ټلوالې د جګړو ګواښ اوس ناچله سيکه ده‎

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

مونږ د ځمکنى جغرافيې له هغې ټوټې  سره د یوې ځانګړي  اړیکې احساس کوو په کومه ځمکه چې زمونږ زيږون شوى دى او همدغه احساس د وطن پالنې په نوم یادیږي.  د وطن پالنې احساسات بيانول او د مخاطب قناعت ترلاسه کول د لفظونو په کارولو سره ستونځمن کار دى.  دغه کيفيت په دقيقه توګه نه احساسات دي ، نه نظرونه ، او نه هم قضاوتونه، خو د ګډو ارزښتونو پربنسټ له دغې ځمکنۍ ټوټې سره زمونږ د تړون ریښو ته درناوی، له خپل هیواد سره د میني کولو یوه برخه ګڼلاى شو. که څه هم مینه او غرور يې د اجزاو دوه توکي دي، خو دا نه یوازې مینه ده او  نه هم يوازي وياړ ده، بلکې له عملي کړنو او قرباني ته له چمتووالي سره چې يوځاى شي، نو وطنپالنه ورته ويلاى شو.

وطن پالنه، ملي وياړونو ولسي ارزښتونو او داسې ګډو ګټو ته ژمنتیا ده چې د ټولو پرګنو ښيګڼه پکې نغښتې وي او دا زموږ په ذهنيت، کړنو او څرګندونو کې ځانګړې ګډه روحيه زموږ د ملي ریښو او جغرافيايي پولو په چوکاټ کې تحقق پيدا کوي.

متاسفانه مونږ هره ورځ د جګړو  له امله د ځوانانو او کدرونو له لاسه ورکولو په شکل د بشري فاجعو شاهدان يو او د وطنپالنې په ټولو شرائطو باندې برابر نه راځو. لامل يې کيداى شي همدا وى دلته د جګړې د شدت کچه هره ورځ لوړيږي او مونږ يې په وړاندې د بې بسي احساس کوو. د نظام د پاشل کيدو ويره شتون لري او متأسفانه چارواکي يې د مخنیوي لپاره اړين ګامونه نه پورته کوي. د دوحې له تړون وروسته په طالبانو کې د نظامي بريا په تړاو د باور کچه لوړه او ارګ  په ننداره ايزو غونډو باندي د بحران د مخنیوي لپاره تمرکز کوي.

په داسې وخيمو شرایطو کې د هيواد له سياسيونو څخه هم له ولس سره د درد شريکولو هيله کيږي، خو زمونږ ډيرى سياسي ډلې او مطرح شخصیتونه ګوندي او سمتي اجندا پرمخ بيايي، د موقت حکومت د مشرتوب سمبالولو لپاره کمپاين کوي، د خيالاتو په نړئ کې اوسيږي،  د پارليماني، د فدرالي نظام جوړولو او ځينې د ونډو په ويش کې د خپلې برخې د رابيلولو هڅه کوى.  د اندېښنې وړ خبره لا داده چې پخواني زورواکي له پردیو استخباراتي شبکو سره د اړيکو له لاري په راتلونکي کې د پرديو ګټو لپاره د خپل هېواد د ورانولو او له خپل ولس سره د جګړو کولو لپاره غونډې، سفرونه تحرکات او څرګندونې کوي.

دا به له هيواد او ولس سره ستره جفا وي چې مونږ د اوس په شان ترينګلي امنیتي او سیاسي وضعیت کې د جګړو ګواښونه کوو، سمتي ژبني قومي او ګوندي حساسيتونو ته لمن ووهو تعصبات راوپارووو، په خپلو څرګندونو او شعارونو په هيواد کې د سولې مخه ډب کړي.

د ځينو جنګسالارانو وروستنۍ سفرونه، د وسلو ويشلو اوازې،  د ديموکراسي په زانګو کې د روزل شويو زورواکانو غيرمسئولانه څرګندونې، په ځانګړې ډول د پخوانۍ شمالي ټلوالې د ځينو مشرانو لخوا پارونکې ويناوې که څه هم د نا چله سيکې په شان بې ارزښته ده او هيڅ امتیاز ورباندې نه ترلاسه کيږي خو د ملت د اندېښنې وړ دى چې اخر ترڅو پورې دغه ملت د زورواکانو د ګواښونو باج ورکوي؟

که د ټلوالې مشران د اساسي قانون له مخې د احمدشاه مسعود ملي اتلولي منل ملي مکلفیت ګڼي، نو  د مسعود پلويان هم مکلف دي چې د هيواد ملي بيرغ او ملي ترانې ته درناوى او احترام وکړي. د کوم  لاسوند له مخې چې مسعود ملي اتل ګڼل شوى دى، د همهغه لاسوند پربنسټ زمونږ بيرغ او ترانه هم د ارزښتونو په کتار کې راځي.

ملي بيرغ، ملي ترانه او ملي هويت د چا شخصي ملکيت نه ده چې ورسره سليقوي چلن وکړاى شي. د ولسمشر له تګلارو سره مخالفت د هر افغان حق ده خو  ملي مقدساتو ته درناوى نه کول د مسعود اتلولي هم نفى کوي. که د نظام بنسټ ايښودونکي دغو حساسيتونو ته ژمن نه دي نو  ملت به ولې د کابل نړونکئ او د کورنیو جګړو بنسټګر د ملي اتل په صفت ومني؟

مونږ هر هغه نوښت، ذهنیت، کړنه او سليقه غندو چې د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د افغان د توپک شپېلئ د بل افغان سينې ته نيول نيول شوي وي. د ټلوالې دوستانو ته مو مشوره داده چې پخوا هم د هغوى خپلمنځي جګړه نه يوازې بريا نه درلوده بلکې تور شاليد هم لرى.  سوله عزت ده، وقار ده او د خپلواکي لاره ده.

د مسعود د پلويانو په غونډه کې د پورته پادو شويو ملي ملي ارزښتونو پرځاى د نوييمې لسيزې بيرغ کارول او ترانه غږول او پارونکې څرګندونې په هيڅ صورت او قطعاً د منلو او توجيه وړ نه دي. د جګړو شوقيان باید پوه شي چې د نوييمې لسيزې جګړې شرمونکئ تاريخ ده. نه هغه مهال د وياړ وړ وه، نه يې د تکرار ګواښ اوس انتن ورکوي او د يو بل وژل د بريا لاره هم نه ده.

په بشپړه توګه باور لرم چې په نننيو حساسو شېبو  کې زمونږ د سياستوالو د غيرمسئولانه څرګندونو په غبرګون کې ولس په طالبانو باندې حساب کولو ته اړ کيږي . پوهيږي چې طالبان له ټولو منفي اړخونو سره سره د دغو ډلو د مهارولو ځواک او د هغوى د ګواښونو د مخنیوي وړتیا لري. ملي يووالي او د جغرافیې خوندیتوب ته ژمن ځواک هم ده.

له بده مرغه ارګ په ننداره ايزو غونډو بوخت ده او د وضعیت د ارزولو په هکله فکر نکوي، له روان بحراني حالت څخه د وتلو لپاره د سياسي اجماع څرک نه لګيږي. ملت د بې وسي، بې کسي او محروميت احساس کوي ، د جګړې په وړاندې د دريدو تاب نلري، خو هر څه په دقيقه توګه څاري له هيواد سره روانه جفا حس کوى.

طالبان کيداى شي د نظام د متلاشي کولو وړتیا ونلري او يا هم و نه غواړي چې سيستم نسکور شي، خو په نظام کې د ننه ډلې ټپلې شتون لري چې ګډوډي جوړه کړي او د نظام شتون له ګواښ سره مخ کړي.  د ارګ لخوا د طالبانو حملو ته د تياري  په څرګندونو هيڅ درد نه دوا کيږي. د سولې لپاره د واقعي هڅو او قرباني ورکولو وخت ده. که د طالبانو ډله د ممکنه ناورين په مخنیوي کې خپلو مسئوليتونو ته متوجه نشي او همدغه شان د نظامي بريا ترلاسه کولو په فکر جګړې ته دوام ورکړي نو لري نه ده چې کورني مغرض اړخونه په نظام کې له خپل شتون څخه د ګټې اخیستو له لاري خپل خطرناک پلانونه په کار واچوي چې پايله به يې يقيناً بوږنونکې وي.

وړانديز داده چې اوس هم وخت شته چې ارګ ميشتي د فيل په غوږ کې خوبونه پريږدي او د (هرڅه سم دي پاچا سلامت) له دروغجنې کړئ څخه راووزي. روان ناورين زيږونکئ وضعیت وارزوي، د سياسي اجماع له لارې د ګوندي قومي سمتي او توکميزو مليشو جوړولو مخه ونيسي. له امنیتي ارګانونو بهر وسلوالې ډلې جوړول حتى که له نظام څخه د دفاع ترنامه لاندې هم وي، د هرچا لخوا تر هرنوم لاندې د هيواد ارضي تماميت ته ګواښ له ملت سره خيانت او ملي جنايت ده. که اوس هم ارګ دغه کار ته ملا وتړي په پوره يقين سره وايم چې ملت به يې د وطندوستي له پياوړي روحيې سره ترشا وديږي.

3 COMMENTS

  1. وحید خانه وروره، لیکلي دی دي چې:
    «په بشپړه توګه باور لرم چې په نننيو حساسو شېبو کې زمونږ د سياستوالو د غيرمسئولانه څرګندونو په غبرګون کې ولس په طالبانو باندې حساب کولو ته اړ کيږي . پوهيږي چې طالبان له ټولو منفي اړخونو سره سره د دغو ډلو د مهارولو ځواک او د هغوى د ګواښونو د مخنیوي وړتیا لري. ملي يووالي او د جغرافیې خوندیتوب ته ژمن ځواک هم ده»

    زه له تاسو نه پوښتم چې د کوم ولس او کوم طالب خبرې کوي. د پخوانۍ ټلوالې خلک اکثره په دولت کې دي، او هیڅوخت هم ددې جرعت نشې کولی چې د ۱۹۹۰ لسیزو په شان جګرې وکړي ولې دا چې مجبور کړل شي. متاسفانه ستاسو په ټولو لیکونو کې په يوه نه يوه ډول طالب ته د هویت ورکولو کوښښ شوی او کېږي.نه پوهېږم خلک به د طالب د کوم عمل لپاره په هغوئ حساب کوي.په دې هم نه پوهېږم چې تاسو څنګه په بشپړ باور دا خبرې کولی شئ. لومړی کوم طالب يادوې. هغه طالب یادوې چې دا پرون یې په لوګر کې لسګونه تنکي ځوانان تر خاورو لاندې کړل، یا هغه طالبان يادوې چې هره ورځ بې ګناه افغانان وژنې، پلونه په بمونو الوزوي، روغتونونه او ښوونځي ورانوي، ژورنالستان او عالمان وژني، له ناټو سره سوله کوي خو له افغان سره نه، کوم طالب يادوی. هغوی چې نه خدای پېژني نه رسول نه قران. او عملا یې ټولې کړنې د اسلامی ارشاداتو او انساني معیارونو په ضد دي. د ترقۍ او تحصیل دښمنان. هغه طالب يادوي چې د تشناب تګ لپاره هم له پنجابینو اجازه غواړي. هغه به بیا د افغانستان له جغرافې څنګه دفاع کوي. د همدې طالب تر چتر لاندې تمامه ورځ د پاکستان پوځ په افغانستان راکټونه اوروي. بیا غواړي چې د کابل ښار د څو شرمېدلو پاکستاني جنرالانو له خوا اداره شي. طالب څوک دي، هویت يې څه دې. مشران یې څوک دي. زه خو مرګ ددې بې سواده سپیو تر سلطې غوره ګڼم. زه هم د شمال تلوالې او يو شمېر پاکستاني جهادیانو پخواني بدې او ترخې خاطرې په یاد لرم او نه غواړم چې تکرارې شي. نه غواړم چې د پاکستان لاسپوسي یو ځل بیا افغان با شهامته ملی اردو او ددې وطن ارزښتونه د ۱۹۹۰ کلونو په شان خپل د دوهم مزدور طالب په لاس خراب کړي. د دلال طالب غوښتنې څه دي. له افغان سره سوله نه کوم او افغانستان په زور نیسم. طالب ددې وطن اولاد او بچی نه دی. د پاکستان د پوځ په کنارابونو کې لوی شوي ګوډاګيان دي او یوازې دا وطن بربادوي او بس. په کنایه لیکونو نور نه خلک تېر وځي او نه هم د افغانان تر منځ څوک بې اتفاقی اچولی شئ. طالب پخوا هم د افغانستان د بربادۍ لامل و، اوس هم دي او له شکه پرته به په راتلونکی کې هم وي. ستاسو په بیان خلک باید په طالب د افغان وژنې سره سره باور ولري، خو نه په آفغان حکومت او نه په تلوالې. لیکنې ته مو په احترام او له تاسو نه د بخښنې په غوښتلو سره باید ووایم چې د طالب بازار نور افغانستان کې ختم دي. دا طالب نه دې چې جنګېږي پاکستاني پوځ دی او ړوند هم ترې سترګې نشي پټولی. مننه

  2. فهیم وروره، سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ
    زه ستا د نظر له ډيرو برخو سره همغږئ يم. خو څو جملې اضافه کوم.
    طالب که زه تاسو او ټوله نړئ هم نفى کړي خو متاسفانه واقعيت ده شتون لري. ځواکمن ده. له هغوى سره له سولې پرته بله هيڅ لاره نلرو. که جګړه ختموو که هيواد ابادوو که ولس له دغه مصيبت څخه خلاصوو نو سوله به ورسره کوو او سوله مفته نه راځي. قرباني غواړي ايثار غواړي زغم غواړي تحمل غواړي طالب سره په دغه ګډ کور کې په ګډه د دغه ګډ هيواد جوړول غواړي او……
    دا چې تاسو يوازې طالب ته ګوته نیولې زه ستاسو دريز ته درنښت لرم. يوه خبره بايد واضحه وي چې په شخصي ژوند کې مې طالب د اولاد د خوله ډوډئ په وچ جبر زور بدماشي او ظلم د هغوى په اصطلاح فتحه کړه. ما په رډو رډو ورته کتل. چيغې مې ووهلې چې د خداى لپاره دا مې شخصي ملکيت ده د اولاد روزي مې ده خو خبره مې چا هم نه اوريده.
    مګر زه د هيواد لپاره که يې ولرم دومره سل ځله نور مال هم قربانولاى شم خو په جګړه کې نور د جګړو د اوږديدو تحمل نلرم. نه غواړم بيا کډه وکړم په خپل هېواد کې اوسيدل افتخار ګڼم او نه غواړم نظام وګواښل شي. په ډير زحمت او خواري مو څه ناڅه جوړ کړى ده.
    اوس راځم دا بلى موضوع ته. هغوى د افغانستان د ترخو يادونو مسئولان ګڼم د جهاد د بدنامولو او د کابل د ورانولو عاملين دي. دلته ټول اړخونه د واک لپاره جګړه کوي. طالب هم له پردیو پرته يو بى وسه او بې ځواکه مخلوق ده اوسني حکومت هم او ټلواله هم همدغه شان درواخله.
    پوښتنه داده چې ايا د هيواد اوسني ترينګلئ وضعیت دا ايجابوي چې د سولې پرځاى د پارليماني او فدرالي نظام باندې خبره وکړو. ايا دا تير شل امتیازات دالري او واک د دې تقاضا نه کوي چې اوس يې د سولي لپاره له طالب سره شريک کړي؟

  3. وحید صاحب ،
    طالب که واقعیت دی یو ډېر بد واقعیت دي. د افغانستان لپاره د شرم واقعیت دي، د بدبختي واقعیت، د تعلیم او زده کړې ددښمنۍ واقعیت، د افغان ښځو او ماشومانو د بدبخته کولو واقعیت. د افغانستان او اسلام د بدنامولو واقعیت او د بې عزتی واقعیت. دوی په کوم مخ راځې او بیا پر دې ملت حکومت کوي. نن په کابل او پرون په لوګر کې څه پېښ شول. دا سل په سلو د طالب عمل دی، خو وبه ګورو چې ماښام به داعش ( د طالب بل مخ) اعلان وکړي چې دا ددوی کار دئ. د طالب کوم عمل انسان ته ړرته دی. شل کاله هره ورځ خرابی. قدرت خو نوره دنیا لري خو د نورو په اشاره خپل خلک نه خوري.
    دولت که د بل په مرسته ژوند تېروي، هره ورځ ابادي کوي. بندونه جوړوي،پلونه، روغتونونه او ښوونڅي جوړوي، هم له انسان دښمنه تپل شوې طالب پدېدې سره جنګېږي او هم ابادي کوي. خو تور مخې طالب خپل د بادرانو په امر د ورانولو ستراتېژي لري، د وژلو ستراېژي. دوی کله هم د افغان د مصالحو په ګټه عمل نه دی کړئ. ته د شمال تلوالې له خبرو بېره لري او بېرېږی چې فدرالې نظام ( زه یې هم مخالف یم) جوړ نشي او ته بیا کډوال نشې. خو د پلورل شوی طالب په لاس دې تحمیلې جګرو کې چې هره ورځ په زرهاو خلک په هلمند، کندهار او دا نورړ ولایتونو کې له کوره بې کوره کېږي څه نه وایې. لمرپه دوو ګوتو نشو پټولی. که مونږ ښه انسانان یو نو باید واقعیت ووایو. طالب ولې سوله نه کوي؟ له ناټو معاش او مصرف اخلې چې دوی یې د جګړې اصلې عامل بولې، ورسره سوله کوي، خو د لوګر زده کوونکی او د کابل د ښوونځي ماشومان ګناهکاره دې او باید ووژل شي. د ارغنداب پولونه باید وران شي. دې ته وایې عدالت او سیاسی پوهه او ددې لارې دوی غواړي په افغانانو ځان بیا تحمیل کړي. ستاسو په کلک باور طالب افغانستان لپاره ښه راتلونکی جوړولې شي. ۱۹۹۰ کلونه تېر دي او بیا به رانه شي. که طالب او پلویان یې هر څومره افغان وژنه وکړي بې له دې چې نور هم ذلیله او یې غزته شي نور څه نشي ترلاسه کولی.
    باید حقیقت ووایو نه دا چې خپل ځان د بقا لپاره د یوې چټلې پدېدې تر شا ځانونه پټ کړو. بخښنه غواړم که خبرې درته تکراری شوي وی خو دا ټول واقعیتونه دي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب