جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهستانکزی: طالبان دې د سولې په هکله مسؤلانه فکر وکړي

ستانکزی: طالبان دې د سولې په هکله مسؤلانه فکر وکړي

تاند (جمعه د ثور ۱۷) د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي مشر وایي، طالبان دې د سولې په اړه مسؤلانه فکر وکړي او له افغان وژنې دې لاس واخلي.

معصوم ستانکزي نن جمعه/د ثور ۱۷/ پر خپل ټویټر لیکلي، تمه کېده چې طالبانو د روژې مبارکې میاشتې او د نړیوالو ځواکونو د بشپړه وتلو د اعلان په خاطر، د سولې لاره په جدیت سره تعقیب کړې وای، خو په خبره یې چې دې ډلې د خلکو د غوښتنو پر خلاف، لا زیاتو وژنو ته اوږه ورکړې ده.

د ښاغلي ستانکزي په خبره ستره بریا د خلکو په مرګ ژوبلې کې نه، بلکې په سوله او د ولس په هوساینه کې ده.

نوموړي زیاته کړې، د هېواد د ژغورنې او اوسنۍ کشالې د ختمولو لپاره سوله یوازینۍ لار ده او باید سولې ته د رسېدو لپاره کار وشي.

ده یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.

معصوم ستانکزي په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې ښایي د روانې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د افغان سولې په هکله د ترکیې کنفرانس جوړ شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال ویلي، ټاکل شوې چې بهرني ځواکونه ژر تر ژره له افغانستان ووځي خو تر څنګ یې امریکایي لوري له طالبانو سره خبرې پيل کړې دي چې دغه ډله د استانبول په کنفرانس کې ګډون ته وهڅوي.

د حاجي دین محمد په خبره، ښايي د روانې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ یا د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د افغان سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس جوړ شي.

خو د دې سره هممهال خلک د روان وضعیت په هکله اندېښمن دي او له طالبانو او حکومت غواړي چې روان تاوتریخوالي ته دې د پای ټکی کېږدي او په یوې تلپاتې سولې او اوربند رضا شي.

که څه هم طالبانو تازه په دې هکله څه نه دی ویلي خو پخوا یې ویلي و تر هغه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي په هېڅ ناسته کې برخه نه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب