جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهجرمني: د افغان سولې ملاتړ او د همغږیو دوام مهم دی

جرمني: د افغان سولې ملاتړ او د همغږیو دوام مهم دی

تاند(جمعه، د ثور ۱۷) جرمني پرون د افغانستان د سولې په اړه د څو هېوادونو د استازو کوربه و.

دې غونډې ته چې په برلین کې وشوه د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د ناټو، ملګرو ملتونو، بریتانیا، جرمني، فرانسې، ناروې او ایټالیا سفیران ورغلي وو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت سکرتر میګوېل بِرګِر ويلي چې په دې حساسه مرحله کې د افغانستان د سولې د پروسې په ملاتړ د همفکرانو ترمنځ د بحثونو او نږدې همغږیو دوام ډېر مهم دی.

د افغانستان د سولې په اړه داسې وخت دا غونډه شوې چې د مې په لومړۍ له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو وتل پیل شوي او تمه ده سپټمبر په ۱۱ پای ته ورسیږي.

په کور دننه هم د افغان دولت او طالبانو تر منځ جګړې تر بل هر وخت زیاتې شوي.

په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي وايي چې دا ټلواله د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي.

ینس سټولټنبرګ پرون د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل که څه هم د افغان ځواکونو لپاره د ناټو روزنیز ماموریت د وتو په حال کې دی، خو دا ټلواله به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

سټولټنبرګ وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت ختمیدل له افغانستان سره د ناټو د اړیکو د ختمیدو معنی نه ‌لري.

نوموړی وايي، دا اصلاً یو نوی څپرکی پرانیزي، اوس ګورو چې څنګه د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، روزنې او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته دوام ورکړو.

سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو په افغانستان کې د سولې د روان بهیر کلک ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب