Homeخبرونهد وارداتي برېښنا دوه پایې په بمونو الوځول شوې

د وارداتي برېښنا دوه پایې په بمونو الوځول شوې

تاند (جمعه د ثور ۱۷) تېره شپه د کابل د کلکان او میربچه کوټ ولسوالیو تر منځ له ازبکستان څخه افغانستان ته د راغلې برېښنا دوه پایې په بمونو الوځول شوي دي.

ځايي خلک وايي چې پېښه د میربچه کوټ ولسوالۍ په میرزاخېلو کلي کې شوې ده.

د افغانستان برښنا شرکت بیا وايي، ناڅرګندو کسانو د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برښنا دوو پایو ته چاودنې ورکړې دي.

د دغه دوو پایو په ویجاړېدو سره د کابل په ګډون ځینو نورو ولایتونو ته د ازبکستان د ۲۲۰ کیلو ولت برښنا جریان پرې شوی دی.

د افغانسان برښنا شرکت نن جمعه/ د ثور ۱۷/ د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې دغه پایې د کلکان ولسوالۍ اړوند په میرزاخېلو سیمه کې د ځای پرځای شويو ماینونو د چاودنې له امله له منځه وړل شوي دي.

د بیان له مخې، «نن سهار د ۴:۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د وارداتي برېښنا د ۲۲۰ کیلوولټ دوه پايې د کلکان ولسوالۍ اړوند په میرزاخېلو سیمه کې د ځای پرځای شويو ماینونو د چاودنې له امله لمنځه وړل شوي او دريمه پایه هم لږ تخریب شوې.»

دغه شرکت وايي چې په څلورمه پایه کې هم ماین ځای پرځای شوی، خو وايي، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم هڅه کوي تر څو ماین شنډ کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دوی تخنیکي د تخریب شوو پایو د نصب او بیا جوړلو چارې بیا پیل کړي چې په څو ساعتونو کې به ستونزه هواره شي.

تر دا مهاله د دغه پایو د تخریبولو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. خو تر دې مخکې افغان چارواکو په یاده سیمه کې د برښنا پایو د تخریب په تور د ځينو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د وارداتي برېښنا کې د ستونزو له کبله اوس مهال یوازې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستل کیږي چې ټول ټال ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو او یوازې ۳۰ سلنه نوره له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...