جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینمایوې امریکایي سندرغاړې په انستاګرام کې د ډېرو لایکونو رکاډ ثبت کړ

یوې امریکایي سندرغاړې په انستاګرام کې د ډېرو لایکونو رکاډ ثبت کړ

تاند ( جمعه، د ثور ۱۷ مه )  راپورونه وایي، د امریکا متحده ایالاتو مشهورې سندرغاړې بیلي ایلش په انستاګرام کاریال کې د ډېرو لایکونو نوی رکاډ په خپل نوم ثبت کړ.

د معلوماتو له مخې په دې ترڅ کې د انستاګرام په ۲۰ غوره ډېرو خوښ شویو پوسټونو کې یې تر ټولو زیات د بیلي ایلش یاد شوي دي.

دا د انسټاګرام په تاریخ کې هغه پوسټونه دي، چې ډېر لایکونه يې ترلاسه کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې په نړیواله کچه په انسټاګرام کې د یوې سندرغاړې دومره ډېر پوسټونه خلک تر نورو ډېر لایک کوي.

انسټاګرام چې تر ډېره پکې خلک عکسونه او ویډیوګانې خپروي، د ۱۹ کلنې بیلي ایلش پکې ۶ داسې پوسټونه راغلي چې په زیاتو خوښ کړل شوي ۲۰ پوسټونو کې يې ځای موندلی دی.

د نوموړې یادو شپږ پوسټونو تر ۲۲.۸ میلیونه، ۲۰.۸ میلیونه، ۱۸.۳ میلیونه، ۱۵.۸ میلیونه، ۱۵.۸ میلیونه او ۱۵.۵ میلیونو پورې لایکونه اخيستي دي.

دغه راز له هغې وروسته بیا کیلي جینر بله هغه مشهوره څېره ده چې څلور پوسټونه يې خلکو زیات لایک کړي دي.

۱۹ کلنه امریکایۍ سندرغاړې بیلي ایلش د امریکا له مشهورو ځوانو سندرغاړو څخه شمېرل کیږي چې ډېرې سترې جایزې يې هم ترلاسه کړې دي.

د دې ترڅنګ ایلش په ټولنیزو رسنیو کې ډېر زیات مینه وال لري چې یوازې په انسټاګرام کې هغه ۸۳.۸ میلیونه کسانو تعقیب کړې ده.

د معلوماتو له مخې په انسټاګرام کې د تر ټولو زیات خوښ شویو عکسونو او پوسټونو لروونکی کس کریس ګادفي دی چې د نوموړي یواځې یو عکس ۵۵ میلیونه کسانو لایک کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب