Homeخبرونهحنیف اتمر د یو دولتي پلاوي په مشرۍ هالنډ ته تللی

حنیف اتمر د یو دولتي پلاوي په مشرۍ هالنډ ته تللی

تاند ( جمعه، د ثور ۱۷مه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د جرمونو د نړیوالې محکمې له څارنوالې سره د خبرو لپاره د هالنډ هاګ ښار ته تللی دی.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې اتمر او ورسره پلاوی به د دې سفر پر مهال د جرمونو د څېړنې لپاره د حکومت پر عملي پلانونو رڼا واچوي .

سرچینه وایي، چې یاد پلاوی به په دې سفر کې  په افغانستان کې له ۲۰۰۳ کال څخه  را وروسته د شویو جرمونو د څېړنې برخه کې د مرستې او ملاتړ غوښتنه هم وکړي.

افغانستان په همدې کال د دې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ، نو ځکه دا محکمه چې د هالنډ په هاګ ښار کې ده کولای شي له ۲۰۰۳ کال د وروسته جرایمو په اړه تحقیقات وکړي.

د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي، سرپرست لوی څارنوال ذبیح‌ الله کلیم او د عدلي، قضايي او امنیتي بنسټونو کارپوهان د دې پلاوي غړي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغان حکومت د ټولو اړوندو قضیو د عدلي او قضايي تعقیب په برخه کې د خپلو اقداماتو راپور دې محکمې ته سپارلی، خو په دې اړه ‌یې نور جزئیات نه‌ دي ورکړي.

د معلوماتو له مخې د جرمونو د نړیوالې محکمې د استېناف قاضیانو د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د دې محکمې څارنوالانو ته اجازه ورکړه، چې په افغانستان کې د طالبانو، امریکايي ځواکونو او دولتي قواوو له لوري د جنګي جرایمو د تورونو په اړه تحقیقات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...