جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیززلزله/ ديپلوم انجينېر اسدالله ملكزى

زلزله/ ديپلوم انجينېر اسدالله ملكزى

زلزله هغه طبعيی افت دی چې د ځمکی د لړزش په واسطه منځ ته راځي. که په ژوند کې ېو وار چا زلزله ليدلی اوسي، نو هغه زلزلی ته په خاص احترام قاېليږي.

پخوا به د ايټالی او يونان عالمانو فکر کولو چې د ځمکی په مخ وچی په اوبو کې لکه د بېړۍ غوندی لمبيږي، څنګه چې بېړۍ په اوبو کې دېخوا هغه خوا ځنګيږی، همدا رنګه ځمکه هم چې ددی په وجه زلزله منځ ته راځي. بعضو به دا فکر کولو چې زلزله د سوړو او غارونو څخه منځ ته راځي. جاپانيانو فکر کولو چې زلزله هغه وخت منځ ته راځي، کله چې خامار (کوم چې دوی پری عقيده لري) په قهر شي نو د خولی څخه يی اور اوځي او ځمکه په لړزش راولي. د 20 قرن په شروع کې کله چې د الفريد واګنېر له خوا نه تيکتونيکی تختو نظريه وپېژندل شوه، د زلزلی د منځ ته راتلو علت باند سړی پوه شو.

د زلزلی ډولونه:

اساساً زلزله دوه ډولونه لري: ېو تېکتونيکي زلزله ده او بله يی ولکانيکي زلزله ده. خو کله کله داسی هم کيږي چې د زلزلی نه وروسته ځمکه وښويږي. بله دا چې د ځمکی لرزش د بعضی چاودنو په واسطه هم منځ ته راځي خصوصاً هغه ضروري ازماېښتونه چې د قدرتمندانو له خوانه کيږي. د ېوې عادي چاودنی مثال چې زما د سترګو ليدلی حال دی، هغه دا کله چې ما په کابل کې وظيفه درلوده، نو د هوايی ډګر شاته په غره کې خانه سازي د ساختماني ډبرو د پاره چاودنه وکړه چې ددغی چاودنې په وجه تر بي بي مهرو پوری ساحه ولړزېده.

زلزله څه ته وايي؟

زلزله هغه پروسه ده چې د ځمكې لاندې د لېتوسفېر په طبقه كې واقع كيږي.

زلزله هغه وخت منځ ته راځي كله چې د ډبرو لوېې كتلې په مداوم يا بې د دمې خپل حجم ته په ډېر قوت سره تغير وركړي او په ېو كمزوري سيمه كې په ناڅاپه ډول ېو چاود منځ ته راوړي چې د دغو ډبرو كتلې په دغه كمزوري سيمه كې په ېودم دواړو خواو ته په حركت راځي او د ځمكې لاندې د ېو لړزش علت گرځي. دا ډول پېښې د ځمكې په پورتنۍ طبقې او د ځمكې په دوهمې طبقې كې واقع كيږي ، كوم چې د ډبرو هغه تختې چې ېوبل سره نږدې واقع دي او تغيرد حجم پكې موجودې دي.

د زلزلې د تفاهم دپاره باېد سړئ پوه شي، چې ځمكه په منځ منځ كې كوم قوي جسم هم نه دئ. نظر په هغه نتيجو چې دزلزلې د څپو څخه لاس ته راغلي، سړئ پوهيږي چې ځمكه لكه د ېو پيازغوټې په شكل د مختلفو پوټكو څخه جوړه شوې ده، چې دا هر ېو ېې د كيمياوي، د موادو تغيرات، تودوخي (حرارت) او د گڼ والي په لحاظ د ېوبل نه ډېر تفاوت لري چې ددې جملې څخه ډېر مهم يې د ځمكې پورتنۍ طبقه، د ځمكې دريم قشر او د ځمكې مركزي قشر دې.

د ځمكې پورتنئ يا لومړنئ قشرد ځمكې د وچې قارې او اوقيانوس څخه تسكيل شوئ. د ځمكې وچه قاره د ۲۵ او ۵۰ كيلو مترو پورې غښتلئ (ډبل) دئ چې زياته اندازه د كم تېزابي ډبرو لكه گرانيت څخه تشكيل شوېدې. د اوقيانوس برخه د هغه د لوېوالي سره سره بيا هم ډېر كم د ۵ او ۸ كيلو مترو په منځ كې غښتلئ دئ او په زياته اندازه د گڼ بازالت ډبرو څخه تشكيل شوېدې.

د ځمكې لمړنئ قشر او د ځمكې د دوهم قشر پورتنۍ برخه دواړه ېوه طبقه جوړوي چې د ليتوسفېر په نوم ياديږي. ليتو په يوناني كې د ډبرې مانا وركوي. ليتوسفېر كلك او ددي دپاره چې د ځمكې پورتنۍ برخې ته نږدې دئ نو ځكه تقريباً سوړ دئ. ددى طبقې غښتلوالئ (پېړوالئ) د ۷۰ او ۱۲۰ كيلو مترو په منځ كې دئ. د دغې طبقې لاندې بله طبقه ده چې د استېنوسفېر په نوم ياديږي. استېنو په يوناني كې د پوست (نرم) مانا وركوي چې دا طبقه شخه او د پلاستيك په شان عكس العمل لري او د ۱۰۰۰ نه تر ۱۲۰۰ درجى سانتيګريت پورې تودوخي (حرارت) لري. د ډبرو له ډېر زيات زور (فشار) په وجه چې د (۱۰ټنه/متر مربع) څخه زيات دئ او د ليتوسفېر په سر واقع دئ،بيا هم نه شي كولائ چې دا تودې ډبرې ويلې كړي، سره ددې چې تودوخي هم په كافي اندازه موجوده ده.

لاندينئ قسمت د ځمكې  د دوهمې طبقې پورتنۍ برخه ميسوسفېر جوړوي چې ميسو په يوناني كې د منځ مانا لري چې دا د ځمكې په ۳۵۰ او ۷۰۰ كيلو مترو كې ښكته پروت دئ. د ۲۹۰۰ كيلو مترو په ژور والي كې د ځمكې د دوهمې طبقې لاندينۍ برخه ده.

د ځمكې منځنۍ (مركزي) طبقه د ۵۰۰۰ كيلو مترو په اندازه ټيټه پروته ده چې دا طبقه  د زلزله سنج عالمانو د نتيجو څخه  اوبلنه (مايع) او ډېره توده ده چې د تودوخي (حرارت) درجه ۶۰۰۰ سانتيگريت ته رسيږي او دا د اوسپنې او نكل څخه گډ (الياژ) دئ.

په ليتوسفېر كې ډېر زښت د ډبرو تختې ړنګيږي او يا تجزيه كيږي کوم چې دا بيا په ايستوسفېر كې چې د پلاستيك ډوله عكس العمل لري، گډيږي او تل په حركت كې وي. ددى دننئ زور دومره زيات وي چې سړئ فكر كوي دا د ځمكې په دريمه طبقه كې د برق ېوه سخته جرقه ده. ددى جريان لا عامل تر اوسه لا نا معلوم دئ. كله چې دغه د ډبرو تختې ېو بل سره ولگيږي، ېو بل څخه بېلې شي او يا د ېو بل د خوا څخه په سولېدو تېرې شي، نو دغه تختې بيا خپل حجم ته په ډېر قوت سره تغير وركوي او ېو سخت تشنج منځ ته راوړي چې ورڅخه زلزله جوړيږي.

په نړۍ کې د زلزلې زونونه

د زلزلی ساحی:

د زلزلی ساحی دتېکتونيکي لوېو تختو ساحی دي، چی هغه عبارت دي له:

د ارام اوقيانوس او انترکتيکا تختته، شمالي او جنوبي امريکی تخته، افريقايی او اوروپايی تخته او د استراليا تخته.

ددی په خوا کې نوری وړی تختې هم شته چې عبارت دي له:

کاريبيک تخته، کوکوس تخته، کوکس (منځنی امريکا) تخته، نازکا تخته، هندي تخته، سکوتيا تخته، عرب تخته او د فليپين تخته.

د زلزلې پېښه:

د زلزلې پېښېدل د عالمانو په نظر دا د ځمكې شكېدلو يا چاودېدلو فرضيه ده چې دغه تيوري تر ننه پورې هم د اعتبار وړ ده. دغه د ځمكې شكېدل يا چاودېدل په ليتوسفېر كې د هغو تختو تر منځ پولې (سرحدونه) دي، چې دا په عمودي زاويو ېو پر بل سړكونه او لارې جوړوي او بيا دغه تختې په ډېر ېو قوي حركت سره هغه ځاېو ته كوم چې مزاهمت يا ورانئ پكې راغلئ، متقابل  پورې وهل كيږي. هغه كومې تختې چې په مزاهمت ځائ كې واقع دي، ددې د پاره چې د پورې وهل شوو تختو مخنيوئ وكړي او يا د ېو بل څخه تېرې شي، برعكس دغه تختې په دغه مزاهم ځائ كې خپلو څنډو ته تغير د شكل وركوي، هغه مستقيم سړكونه او لارې چې وې، خپل شكل بدلوي او په كگلېچو بدليږي بيا دا پورې وهل ودريږي او په متداوم ډول سره د څنډو د تغيرشكل په وجه ېو تشنج منځ ته راځي چې  سړئ ورته بېاطي (قېچي) كوونكئ تشنج  وېلئ شي. دا كېدئ شي چې تر لسونو كلونو پورې  دوام وكړي، ېو نه ېو وخت دا تشنج دومره لويږي چې د مزاهمت په ځائ كې د ماتېدو په وجه سولېدنه شروع كړي او په دې ځائ كې بيا د دغه تختو څنډې ېو ناڅاپه  په پورې وهلو شروع وكړي چې د پورته الوتنو اندازه يې دومره زياته وي چې مترونو فاصلو سره ډېره ساحه لاندې كوي. په دغه مزاهم ځائ كې بېرته ېوه ټېله (لكه د ربړ په شان چې راښكل شي او بېرته خپل ځاى ته راشي) منځ ته راځي چې دلته هغه ډبرې چې خپل شكلونو ته تغير وركړئ وو، ډېر په سرعت سره ېو كمزره تشنجي حالت غوره كوي. هغه سړكونه او لارئ چې كگلېچې وې، بېرته خپل حالت  نيسي خو خپل ځاېو ته تغير وركوي. د دغه ازاده پاتې شوې اينرژي ېوه برخه په تودو وړانگو د زلزلې په څپو د  ټولې ځمكې پر مخ منځ ته راځي او زلزله ورڅخه جوړيږي. د مزاهمت په هغه ځائ كې چې د ډبرو تختې ېو ناڅاپه خپل پورې وهنه شروع كوي، دا ټكى (نقطه) د زلزلى د داش يا د ځمكې په دننه كې د زلزلې اصلي مركز  په نوم ياديږي او عمودي دده په سرد ځمكې په پورتنۍ سطح  واقع ټكئ (نقطى) ته د ځمكې په سر د زلزلې مركز وېل كيږي. كله كله د ډبرو دغه كتلې په عمودي ډول پورې وهنه هم كوي چې ددې په وجه د ځمكې پر مخ لكه د پوړۍ( زينې) په شان چاود منځ ته راځي. څومره چې دغه پوري وهنه قوي او پراخه وي، هومره انرژي ازادوي او همدا رنگه زلزله قوي وي. په لوېو زلزلو كې د ځمكې د چاود اندازه په مترونو ژور او په كيلومترونو اوږود وي.

د زلزلې نه مخكې زلزله او د زلزلې نه وروسته زلزله:

د ېوې زلزلې سره مخكې او وروسته زلزله مل وي. د زلزلې څخه مخكې(مقدماتي)زلزله دهغو ډبرو تغير د شكل څخه منځ ته راځي، چې دا ډبرې په مزاهم ځائ كې په پورې وهنه شروع وكړي. ددې د پاره چې دلته فيزيكي شرايط لا قوي پورې وهنى ته برابر نه دي، نو ځكه وړاندې نه ځي خو بيا هم دى مقدماتي زلزلې سره ډېر واړه درزونه منځ ته راځي چې دا بيا په مرور د وخت سره خپل تشنج ذخيره كوي او په ېو قوي پورې وهنه شروع كوي چې غټ درځونه او چاود منځ ته راځي چې د قوي  زلزلى علت كيږي.

د زلزلې زياتره واقعات او قوت:

ډېرو خلكو ته ځمكه ېوه ټينگه، تغير نه خوړنكې او حتى ېو نيم ته د بقاً ېو سمبول دې. دوۍ باور لري چې په ټينگه ځمكه قدم وهي، خو دا ېوه غولېدنه ده. د ځمكې لاندې په هيڅ ځائ كې ارام نه شته. زلزله سنج ښودلې ده چې په ټوله دنيا كې هر كال د ۸۰۰۰۰۰ څخه زيات د ځمكې لاندې لړزشونه منځ ته راځي چې دغه سړئ  ډېر كم او يا هيڅ احساسولئ نه شي. په كال كې ۱۰۰ زلزلې د ۶ او ۷ درجو پورې واقع كيږي. د ۵ او ۱۰ كلونو منځ كې په ېو ځائ كې چې د زلزلې ساحه وي، د ۸ درجو څخه قوي زلزله منځ ته راځي.

سره ددې چې زلزله ډېر تاوانونه او خرابي منځ ته راوړي، خو بيا هم خلك د زلزلې كېدل د نصيب او قسمت پورى تړي.

ډېرې قوي زلزلې زياتره په جاپان كې واقع كيږي. د هغه وخت نه چې د زلزلې  قوت ښودونكئ د ۱۹۰۴ نه شروع شوېدئ، تر اوسه قوي ترينه زلزله په ۲ د مارچ ۱۹۳۳ د جاپان په ختيځ ساحل كې د ۸،۹ درجو په اندازه وه. نورې زلزلې په ۱۹۶۴ الاسكا كې د ۸،۴ درجو په اندازه او  د مكسيكو په ښار كې ۱۹۸۵ د ۸،۱ درجو په اندازه وې. د ټولو نه قوي زلزله چې په ۱۷۵۵ كې په ليسابون كې واقع شوې وه، د ۹ درجو په اندازه اټكل شوئ وو.

ولکاني زلزله :

د ولکان کليمه د ايټالی د ولکانو جزيری څخه اخستل شوی دی.

دننه په ځمکه د 100 km په ژوره کی د 1000 – 1500º پوری ډبری ويلي کيږي، چې دغه ويلی شوي ډبری د څاسکو په ډول د 2 – 50 km پوری ښکته تويږي او هلته سره ټوليږي، کله چې فشار زيات شي، نو دا بيا د ليتوسفېر په طبقه کې د درزونو او چاود له لاری پورته کيږي او بيا د د ځمکی پر مخ بهيږي چې دی ته لاوا وېل کيږي.

د ولکاني زلزلو ساحی :

د نړۍ په مخ تقريباً 1500 فعاله ولکانونه شته چې دا په هر براعظم کې موجود دي خو دا په مساوي ډول نه دي تقسيم شوي بلکه دا په هر ځای کې په خاص ډول برسېره کيږي. چې ددی جملی څخه د ارام اوقيانوس د اور کړۍ ده چې دا د غټترينه ځنځيري کړۍ د ولکان ده. دا د نيوزلېند څخه شروع کيږي او امتداد پېداکوي ايندونيزيا ته، بيا د فليپين او جاپان څخه تېريږي د روسی نيمی وچی کامچاتکا څخه تر الاسکا پوری. بيا د د کاناډا، مرکزي او جنوبي امريکی نه او په اخره کې په کلېفورنيا کې ختميږي.

مشهوری اور غورځونکی غرونه عبارت دي له:

ويزېو او اتنا په ايټاليا کې، د هېلېن غرونه په امريکی کې،  په فليپين کې پيناتوبو، اېرا د جاپان په کيوشو کی، اسو هم د جاپان په کيوشو کې، کيکاې د جاپان په ريوکيو کې، لاکېتوبا په ايندونيزيا کې، لونګ وېلي چېلدېرا د امريکی په کلېفورنيا کې، ټاوپو زی په نيوزلېند کې او وېلي ګرېند په مکسيکو کې.

د زلزلې تاوانونه:

زلزله په راز راز ډولونو ورانئ لري. د زلزلې اغيزه د هغه د قوت او د مركز (ايپوسنتر) څخه د لېرې والي پورې اړه لري.كه د زلزلې ټكان د زلزلې مركز ته نږدې او يا د زلزلې د داش په سر وي، دومره قوي وي، چې هغه شيان كوم چې په دغه ځائ كې وجود ولري، نو هوا ته يې الوزوي، ودانۍ په ټكان لړزوي چې يا خو نړيږي او يا چپه كيږي . د زلزلې څپې غېر ددنه نورې جانبي اغيزې هم لري. كله چې د اوبو رسولو (اب رساني) نلونه درزی کيږي او اوبه ورڅخه بهيږي چې بيا د  گاز مات شوي  نلونو او د قوي برق خراب لېنونوته اوبه رسيږي چې د اور اخستلو خطر زياتيږي. د اور د لگېدوپه وجه بيا ېو ډېر تباه كوونكئ خطر منځ ته راوړي. د ځمكې ښوېيدنه، د واورې ښوېيدنه، د ځمكې چاودېدل او يا په ځمكه كې مترونو مترونو پورې د چاود پوړۍ( زينې) جړېدل، دا ټول د تاوانونوعلتونه كېدې شي. د زلزلې په قوي ټكان باندې هغه ترسب شوي مېده شگه او يا خاوره د اوبو سره گډيږي او مايع ډوله عكس العمل ښكاره كوي، د ځمكې لاندې سامانونو ته تاوان رسيږي چې  ودانۍ او يا ټوله ځمكه سره پرې كوي. په ساحلونو كې چېرته چې د زلزلې ساحه ده خصوصاً په بحرونو كې د زلزلې په وجه ډېرې اعظيمې څپې منځ ته راځي چې دا د تسونامي په نوم ياديږي او دغه عظيمې څپې هغه مناطقو ته چې په ټيټو ساحو كې واقع دي، ېو ډېر بې رحمه افتونه منځ ته راوړي.

مخكې د مخكې نه د ېوې زلزلې د كېدو اټكل كول:

د عالمانو د څېړنو له مخې، تر اوسه پورې د زلزلې دقيق وخت او ځائ معلومول نا ممكن دئ. مختلف معېن علتونه دي چې د څرنگوالي له مخې تر ډېر حده سړئ پوهېدائ شي. خو هر اړخيزه د زلزلې اساسي اندازه معلومول، كوم چې د زلزلې د داش په پروسه كې واقع كيږي، تر ډېر حده نا ممكن دئ چې سړئ د ېو زلزلې د كيدو اټكل په ېو معېن ځائ او يا په معېن وخت كې وكړي. خو بيا هم سړئ اجالتاً احتمالي څرگندونې كولاې شي. چې ېو نيم ددې څخه جيوفيزيكي ډېر لوې او بد بدلون دئ. د مثال په ډول: د زلزلې د ټكان سرعت، د ځمكې مېلان پېدا كول او يا د ډبرو الېكترو مگنيتي خواص. د احصايې له مخې نورې اساسي څرگندونې لكه د زلزلې د ټكان ارامېدل او بيا وروسته په ډېر لنډو كې ېوې ډېرې لوېې پېښې ته اشاره كول، د حېواناتو غېرارادي او تكرار تكرار رمباړې وهل چې دا هم په ډېرو لنډو كې د ېو لوې افت نښې دي.

د زلزلی په وخت کې باېد سړی څه وکړي؟

که سړی په ودانۍ کې وي، د زلزلی په وخت باېد کوښښ وکړي چې خپل سرونه د مېز، چيرکټ او يا تختونو لاندی پټ کړي. او يا دی د دروازی په چوکاټ کې ودريږي. د هغو کړکۍ ګانو څخه ځان لری وساتي کوم چې ښيښه لري. که امکان ولري کوښښ دی وکړي چې تاکاو ته پناه وېسي.

که څوک بهر وي، نو د ونی، ودانۍ او د برق پاېو يا مزو څخه ځان لری وساتي.

هغه ساحی چې ډېر سخت د زلزلی تر اغيزی لاندی دي، باېد د ودانېو په جوړولو کې دی ډېره توجه وشي. يعنی د ودانۍ په لاندی برخه کې چېرته کې بنسټ ايښودل کيږي، اول د اوسپنی تختی ورکړل شي بيا د ربړ څخه تختی او دهغه په سر بيا د اوسپنی تخته او بيا د ودانۍ ته دوام ورکړل شي. او يا د فولادو څخه قوي سپرېنګونه د ودانۍ لاندی ورکړل شي. د ودانۍ په دننه کۍ ټول موبل بايد د فرش او دېوال سره کلک شي.

په ښوونځېو کې دی زده کوونکو ته د زلزلی په برخه پوره معلومات ور کړل شي.

2 COMMENTS

  1. کاشکي د دې لیکنې ژبه مو تر خپرولو وړاندې لږ معیار ته نږدې کړې وئ، لیکنه ډېر ارزښتناکه ده خو ژبه یې باید اصلاح شوې وی.

    • مننه، ستاسو نیوکه په ځای ده خو باید ټوله لیکنه مو له سره لیکلې وای
      تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب