شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې کورونا د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۱۴۰ تنه مړه کړي

پاکستان کې کورونا د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۱۴۰ تنه مړه کړي

تاند ( جمعه، د ثور ۱۷مه) په پاکستان کې هم د کورونا ویروس درېیمه څپه په چټکې دخپرېدو په حال کېده.

د یاد هېواد د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې پاکستان کې له ۸۰۰ زره زیات وګړي په کورونا اخته شوي او تر دا مهال له دې ویروس څخه ۱۸زره ۶۷۷ تنه مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې د پاکستان حکومت تازه ویلي، د کورونا ویروس د درېیمې څپې د کابو کولو لپاره اړ دي څو، د هېواد په یو شمېر برخو کې قرنطین وضع کړي.

د پنجاب ایالت چارواکي وایي، دوی د خپلو خلکو د ځاني خوندیتوب لپاره مکلف دي، چې د مې اتمه نېټه په دغه ایالت کې قرنطین عملي کړي.

دیادونې ده ده، چې کورونا ویروس تازه څپې په هند کې هم ناورین رامنځته کړی دی.

د هندي رسنیو د تازه راپورونو له مخې، هند کې د کورونا وبا له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳زره ۹۱۵ کسان مړه شوي دي.

د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۵۴ میلیونه ډېر شوی او  تر ۳ میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب