Homeخبرونهحمدالله محب د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته تللی وو

حمدالله محب د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته تللی وو

تاند ( جمعه، د ثور ۱۷مه) د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب  د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ ننګرهار ولایت ته سفر کړی وو.

د دې سفر موخه د ننګرهار د امنیتي وضعیت ارزونه ښودل شوې ده.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر لیکي، چې حمدالله محب او د ملي امنيت عمومي رئيس جنرال ضياء سراج ننګرهار ته د سفر پر مهال له صفر دوه ځواکونو ليدنه وکړه.

سرچینه زیاتوي، چې محب په دې لیدنه کې د دولت ضد ډلو پر وړاندې د ۰۲ ځواکونو د عملياتو او لاسته راوړنو قدردانی وکړ.

د یاد پلاوي د سفر په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

دا پلاوی داسې مهال ننګرهار ته راځي، چې د دې ولایت د مرکز سربېره په ګڼو ولسوالیو کې جګړه روانه ده او هره ورځ د جګړې لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

بل لورته بیا ننګرهار میشتې د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي، چې د اختر په درناوي اوربند وکړي.

دوی وایي که څه هم د روژې په مبارکه میاشت کې یې په ځلونو د اوربند غوښتنه وکړه خو طالبانو ونه منله.

اوس هیله لري، چې وسله وال طالبان به د اختر درې ورځې اوبند ومني او جګړه بنده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...