شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتهپه روسیه کې ۷۵ کلن سړي خواښې سره د واده کولو لپاره...

په روسیه کې ۷۵ کلن سړي خواښې سره د واده کولو لپاره ځوانه مېرمن طلاق کړه

تاند –  راپورونه وایي، په روسیه کې یوه سړي د خپلې ۷۵ کلنې بوډۍ خواښې لپاره خپله مېرمن ( د همدې خواښې لور ) طلاقه کړه.

ډيلي سټار په یو راپور کې وایي، په روسیه کې د یوه سړي او د هغه د ۷۵ کلنې خواښې تر منځ د مینې داسې یوه حیرانوونکې کیسه پېښه شوې چې نه یوازې روسیه بلکې ټوله نړۍ کې یې خلک حیران کړې دي.

راپور کې راغلي، شاوخوا یو کال وړاندې د روسیې په سینټ پیټرزبرګ ښار کې د ویاخیسلیف زوکوسکي په نوم یوه سړي د الینا پوډګورنیا په نوم جینۍ سره واده کړی و؛ مګر له یو کال ګډ ژوند تر تېرولو وروسته زوکوسکي خپله ځوانه مېرمن طلاق کړه او د هغې له ۷۵ کلنې مور ګیلینا زوکوسکایا سره یې واده وکړ.

راپور زیاتوي چې ۵۲ کلن زوکوسکي او د هغې بوډۍ مېرمن اوس په ډېره خوښۍ او خوشالۍ ګډ ژوند تېروي.

خو تر څنګ یې راپور دا هم وایي چې د هغه پخوانۍ مېرمن له خپل خاوند سره د بېرته یو ځای کېدو لپاره ناقراره ده او غواړي چې خاوند یې د دې مور پرېږدي او بېرته له دې سره ګډ ژوند ته دوام ورکړي.

راپور کې د زوکوسکي د مخکینۍ خواښې؛ مګر اوسنۍ مېرمنې له قوله ویل شوي: ((زما لور الینا له زوکوسکي سره بې وفايي کړې وه، هغې له کوم بل سړي سره اړیکې جوړې کړې وې چې له همدې کبله زوکوسکي هغه طلاقه او ما سره یې مینه پیدا شوه چې بلا اخره واده مو وکړ.))

نوموړی همدا راز زیاته کړې چې هغه بیا کله هم خپلې لور ته اجازه ورنکړي چې د دې له خاوند سره واده یا ګډ ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په روسیه او ګڼو غربي هېوادونو کې خلک حق لري چې د مېرمنې له طلاقولو وروسته د هغې په نږدې خپلوانو کې کومې نجلۍ یا ښځې سره واده وکړي، هغه که حتی د ده د مېرمنې مور هم وي، که له ده سره واده ته چمتو وي، کولی شي ګډ ژوند ورسره پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب