جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهامریکا د ورستیو سېلابونو له امله له اغیزمنو کورنیو سره مرسته کوي

امریکا د ورستیو سېلابونو له امله له اغیزمنو کورنیو سره مرسته کوي

تاند (جمعه د ثور ۱۷) په کابل کې د امریکا سفارت نن جمعه/ د ثور ۱۷/ د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته کوي.

د بیان له مخې، د دغه هېواد نړیوالې پرمختیایي ادارې او د مهاجرینو نړیوال سازمان ګډ کار پیل کړی تر څو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله اغېزمنو کورنیو سره مالي او د استوګنې برابرولو برخه کې مرسته وکړي.

د یادونې ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

طبیعي‌ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې  د دغو سېلابونو له امله په ۱۵ ولایتونو کې ۴۶ کسان مړه شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وړمه ورځ رسنیو ته وویل، «نژدې ۸۰۰ کورونه څه ناڅه ویجاړ شوي او ۱۶۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي، همدارنګه ۴۶۰ کورنۍ بېځایه شوي دغه بېځایه شوي او مړه شوي کسان تر ډېره په هرات ولایت کې دي.»

د ښاغلي عظیمي په خبره چې یوازې په هرات ولایت کې د سېلابونو را وتلو له امله ۲۲ تنه مړه شوي او څه باندې ۳۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.

تر هرات وروسته غور دوهم ولایت دی چې د سېلابونو له امله سخت ځپل شوی او تر هغه وروسته، بدخشان، میدان وردګ، بامیان، بغلان، سمنګان، دایکندي، خوست، ارزګان، فراه، پنجشیر، سرپل، بادغیس، او تخار هم هغه ولایتونه دي چې د بارانونو له امله سېلابونه پکې راوتلي دي.

د احمد تمیم عظیمي په وینا چې سېلابونو په دغه ولایتونو کې څه باندې ۳۴۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب کړې ده.

د افغان چارواکو په وینا سېلاب ځپلو کورنیو ته د مرستې رسولو لړۍ هم پيل شوې ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو په اساس ځپل شویو کورنیو ته د مړي پر سر ۵۰زره افغانۍ او د ټپي لپاره ۲۵زره افغانۍ ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب