شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد پنجابیانو غوښتنه؛ که افغانستان ویزې رانکړي له غټ تاوان سره به...

د پنجابیانو غوښتنه؛ که افغانستان ویزې رانکړي له غټ تاوان سره به مخامخ شو

تاند (جمعه د ثور ۱۷) له تېرو څو ورځو راهیسې د پنجاب د بېلابېلو ښارونو خلک په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مخې ته ناست دي او غوښتنه کوي چې دوی ته دې د افغانستان وېزې ورکړل شي څو د همدې هېواد له لارې سعودي عربستان ته سفر وکړي.

دغو کسانو له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی هره ورځ د افغانستان سفارت ته ورځي، خو سفارت ورته د نن او سبا پلمې کوي.

دغه کسان اندېښمن دي او وايي چې که چېرته یې د سعودي وېزې ختمې شي نو په لکونو تاواني کېږي او له سختې بې روزګارۍ سره به مخامخ شي.

خو راپورونه وايي چې د افغانستان سفارت یادو کسانو ته ویلي چې دوی هڅه کوي څو ټولو کسانو ته وېزې برابرې کړي، خو ټینګار یې کړی دی چې پر دوی کاري فشار ډېر دی او نه شي کولی چې ټولو ته په یو وار وېزې ورکړي.

د یادونې ده چې پاکستان کې د کورونا درېیمه څپه په ډېر شدت سره روانه ده، دغلته په ټولو ښارونو کې ګرځبندیز لګول شوی او یو شمېر هېوادونو هم له دغه هېواد سره پر تګ راتګ بندیزونه وضع کړي دي.

سعودي عربستان د فبرورۍ په درېیمه د کورونا وبا د مخنیوي په موخه د ۲۰ هېوادونو پر الوتکو د مې میاشتې تر ۱۷ نېټې پورې دغه هېواد ته په ورتګ بندیز لګولی چې پاکستان هم په دې ډله کې شامل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب