چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهامریکا به د افغان ځواکونو روزنې ته په یوه بل هیواد کې...

امریکا به د افغان ځواکونو روزنې ته په یوه بل هیواد کې دوام ورکړي

تاند(جمعه، د ثور۱۷) د امریکا لوی درستیز وايي، له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته ښايي په یوه بل هیواد کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارک میلي په پنتاګون کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا د څو نورو انتخابونو په منځ کې یو انتخاب دی.

ده همداراز وویل، امریکا تراوسه پورې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ د دوام پلان جوړ کړی نه دی.

افغان هوايي ځواک د ترمیم او روزنې په برخو کې لا هم تر ډېره په امریکا متکي دی.

د متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز وویل، امریکا به ځینې مرستې له بهره کوي، خو ځینې چارې باید افغانانو ته وسپارل شي چې دوی یې په خپله وکړي.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن تایید کړه چې په افغانستان کې دننه د امریکایانو له ملاتړه پرته به افغانان له ځینو ننګونو سره مخامخ شي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، دا له کله چې ولسمشر بایډن د جنورۍ په نیمايي کې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر او لوی درستیز لومړنۍ ګډه خبري غونډه وه.

ولسمشر جو بایډن د تېرې میاشتې په نیمايي کې اعلان وکړ چې ټول امریکايي پوځیان به د سپټمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه وباسي.

د بایډن له اعلانه وروسته د ناټو نورو غړیو هم اعلان وکړ چې خپل پوځیان تر دې هم مخکې باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب