سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکا افغانستان ته بي ۵۲ او ایف ۱۸ الوتکې راولېږلې

امریکا افغانستان ته بي ۵۲ او ایف ۱۸ الوتکې راولېږلې

تاند(جمعه، د ثور۱۷) امریکايي چارواکي وايي چې له افغانستانه د خپلو او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو د پوځیانو د خوندي ایستلو لپاره یې ۱۸ جنګي الوتکې دې هیواد ته استولي دي.

د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز مارک میلي ویلي چې شپږ بي ایم ۵۲ او ۱۲ ایف ۱۸ جنګي الوتکې یې په افغانستان کې ځای پر ځای کړي دي.

جنرال میلي همداراز ویلي چې وسله وال طالبان هره ورځ د افغانستان د دولت پر ځواکونو او هدفونو له ۸۰ تر ۱۲۰ بریدونه کوي خو د روانې مې له پیله، چې ټاکل شوې وه ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، د امریکا او ايتلاف پر ځواکونو هیڅ برید نه دی شوی.

امریکا تراوسه په الوتکو کې ۶۰ جوپې پوځي وسایل له افغانستانه بېرته وړي

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو مخکې پټکه کړې وه چې د مې له لومړۍ وروسته په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شتون د قطر د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې سرغړونه ده او د ناټو پر ځواکونو د طالبانو د برید مسوولیت د امریکا په غاړه دی.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د نوي بهیر یوه اوونۍ پوره شوه او له مهالوېش سره سم دا ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي.

د امریکا دفاع وزیر همداراز ویلي چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو د خوندیتوب لپاره ۶۵۰ نور ځانګړي ځواکونه لېږي او دا ځواکونه به تر هغو په دې هیواد کې وي چې ټول امریکايي او ايتلافي پوځیان له دې افغانستانه ووځي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ اعلان وکړ چې درست امریکايي ځواکونه به د سپټمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه وباسي. دا هغه نېټه ده چې د امریکا په نیویارک او واشنګټن کې د القاعده د تروریستي ډلې له لوري بریدونه وشول.

نیویارک ټایمز:د امریکایي ځواکونو وتل به له خطره خالي نه وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی