سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد طالبانو ته؛ که د جګړې لار خپله کړئ منزوي به پاتې...

خلیلزاد طالبانو ته؛ که د جګړې لار خپله کړئ منزوي به پاتې شئ

تاند ( شنبه، د ثور ۱۸ مه )  د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل نه کړي او جګړه دوامداره کړي نو منزوي به پاتې شي.

خلیلزاد ویلي :« که طالبان له افغان حکومت سره جګړې ته دوام ورکړي او غواړي چې واک ته په زور ورسیږي نو پر وړاندې به یې له افغان حکومت سره ودریږو.»

خلیلزاد له افغانستان وروسته تاجکستان ته سفر کړی او هلته یې له یو تاجکستاني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي که هره ډله د جګړې لار خپله کړي منزوي به پاتي شي.

هغه ویلي، که طالبان له حکومت سره مذاکرات نه کوي او جګړه پرمخ بیایي نو امریکا به د طالبانو پر وړاندې له افغان حکومت د ملاتړ اعلان وکړي.

د خلیلزاد دا تازه څرګندونې داسې مهال دي چې وسلوالو طالبانو دې وروستیو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړو ته زور ورکړی او دواړه لوري د جګړو په ترڅ کې یو بل د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

تر دې وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلی هم ویلي چې دوی به له افغانستانه تر وتلو وروسته افغان ځواکونو ته په کوم بل هېواد کې روزنه ورکړي تر څو وتوانیږي چې طالبانو سره جګړه پرمخ یوسي.

خو سربېره پر دې بیا طالبانو امريکا او اروپايي هيوادونو ته اطمينان ورکړی چې دوی په افغانستان کې د واک انحصار نه غواړي بلکه د دوی دريځ دا دی چې افغانستان ستونزې بايد د خبرو له لارې هوارې شي.

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند نعيم وردګ وايي، د طالبانو د مذاکراتي پلاوي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي د ويډيو کنفرانس له لارې د امريکا ، اروپايي اتحاديې ، ملګرو ملتونو بريتانيا، جرمني او ناروې هيوادونو ځانګړو استازو غونډې ته په وينا کې ويلي چې طالبان د واک انحصار نه بلکه له پيله يې دريځ دا و چې د افغانستان ستونزې بايد د خبرو له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، جرمني ناروې او د یو شمېر هېوادونو ځانګړو استازو د جومې په ورځ د ثور/ ۱۷ / په يوه اعلاميه کې په افغانستان کې د زور له لارې د طالبانو له قدرت ته رسېدلو سره مخالفت څرګند کړ او ترې ویې غوښتل څو روان پسرلني عملیات ودروي.

دغو هېوادونو د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتي چې د تشدد د کمولو او یو سیاسي ‌جوړ جاړي ‌ته د رسېدو لپاره جدي‌ اقدامات وکړي.

د یادو هېوادونو استازو ویلي چې دوی به له افغان پوځ سره دوامداره مرستې کوي‌، تر څو په کور د ننه او بهر له ګواښونو سره مقابله وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی