شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+آی پي اېل: نننۍ لوبه د کورونا خپرېدو له وېرې وځنډېده

آی پي اېل: نننۍ لوبه د کورونا خپرېدو له وېرې وځنډېده

تاند ( دوشنبه، د ثور ۱۳مه) د هند په سوداګریز لیګ کې نننۍ لوبه د کورونا د خپرېدو له وېرې وځنډېده.

ټاکل شوې وه، چې نن ماښام د کلکتې او بېنګلور لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي ، خو د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې دوه لوبغاړي په کورونا ناروغۍ اخته شوي.

د سرچینو په حواله ورون چکروتي او سندیپ واریر هغه لوبغاړي دي، چې کورونا ټیسټونه یې مثبت راغلي دي.

د هند د کورني کرکټ لوبو رسمي وېب پاڼې هم لیکلي، چې یاده لوبه به بلې ورځې ته ترسره شي.

بل لورته د کرېک انفو د یوه خبر له مخې، د چینای سوپرکېنګز لوبډلې هم ۳ غړي په کورونا اخته شوي خو ویل کېږي هغه لوبغاړي نه دي.

په دوی کې اجراييوي رييس کاسي وسواناتن، د توپ اچونې روزونکی ایل بالاجي او د بس کلېنډر شامل دي.

د ۲۰۲۱ کال د ای پي ایل له پيلېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب