شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهایران: د افغانستان وضعیت اندېښمن کړي یو

ایران: د افغانستان وضعیت اندېښمن کړي یو

تاند(دوشنبه، د ثور ۱۳) د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او وروستیو تحولاتو په اړه ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دي.

د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده زیاته کړې چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.

هغه څرګنده کړې چې ایران له سیمه ییزو هېوادونو سره د افغانستان په اړه د خبرو اترو په حال کې دي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکا د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لړۍ پیل کړې ده چې ورسره په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه هم خپل اوج ته رسېدلې ده، دې چارې بیا د هېواد د راتلونکې په اړه افغانان هم سخت اندېښمن کړي دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي دوی په افغانستان کې وضعیت څاري.

نوموړي د بن لادن د وژلو د لسم تلین په مناسبت په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېده او په دې بریالۍ شوه چې د القاعده شبکې غړي او مشران له منځه یوسي او په کافي اندازه یې دغه ډله کمزورې کړې.

جو بایډن همدا راز زیاته کړې، چې له افغانستان به یې ټول سرتېري وځي، ځکه دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي او باید د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړل شي.

جو بایډن ټينګار کړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به ترهګریز فعالیتونه څاري او په خبره یې افغانستان به یې تر مستقیم څار لاندې وي او هره شېبه چې ترهګرې ډلې ګواښ جوړوي دوی یې پر وړاندې اقدام کولی شي.

نوموړي یو ځل بیا ویلي، چې ماموریت یې په افغانستان کې بریالی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب