جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد د سیمې د هیوادونو له سفره وروسته کابل ته راغی

خلیلزاد د سیمې د هیوادونو له سفره وروسته کابل ته راغی

تاند(دوشنبه، د ثور۱۳) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راغی.

خلیلزاد په وروستیو کې قطر، ازبکستان او تاجکستان ته سفرونه وکړل چې د افغانستان د سولې په اړه د اجماع له رامنځته کولو سره مرسته وکړي.

ده پرون په تاجکستان کې د روسیې، پاکستان او چین له استازو سره هم ولیدل او له تور لیست څخه یې د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو ملاتړ وکړ.

ټاکل شوې ده چې خلیلزاد د افغانستان له ولسمشر او د سولې د ملي پخلاینې د عالي شورا له مشرانو سره وویني.

دا له کله چې له افغانستانه د پاتې امریکايي پوځیانو د وتلو رسمي بهیر پیل شوی، افغانستان ته د خلیلزاد لومړی سفر دی.

ده په قطر کې طالب مشران یو وار بیا د سولې خبرو ته وهڅول خو څرګنده نه ده چې د طالبانو غبرګون څه و.

دې ډلې تېره میاشت وویل، تر څو چې ټول بهرني پوځیان وتلي نه وي د سولې خبرې نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...