شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه فراه کې چاودنې د ۱۰ زده کوونکو په ګډون ۲۱ تنه...

په فراه کې چاودنې د ۱۰ زده کوونکو په ګډون ۲۱ تنه ژوبل شول

تاند(دشنبه، د ثور۱۳) په فراه کې نن د یوه ښوونځي ترڅنګ د بم په چاودنه کې ۲۱ تنه ټپیان شوي چې اکثره تنکي زده کوونکي دي.

د فراه د روغتیا رييس عبدالجبار ثاقب وايي، د پېښې ځای روغتون ته نژدې و او په ټپیانو کې لږترلږه ۱۰ تنه د ۷ او ۱۳ کلونو ترمنځ زده کوونکي دي.

د ثاقب په وینا درې ټپیان مرګي حاله دي.

د دې پېښې مسوولیت هیڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو په فراه کې له طالبانو پرته د دولت کومه بله وسله والو ډله فعالیت نه کوي.

دا بمي برید یوازې درې ورځې وروسته له دې وشو چې د لوګر ولایت په مرکز پُل علم کې موټربمي برید ۲۱ تنه ووژل او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ژوبل کړل.

د لوګر په پېښه کې د ازرې ولسوالۍ هغه زده کوونکي په نښه شول چې د کانکور د ازموینې لپاره د ولایت مرکز ته تللي وو.

د لوګر د پېښې، چې د جمعې په ورځ د روژه ماتې په مهال وشوه، مسوولیت هم کومې ډلې په غاړه وانه خیست خو چارواکي وايي چې دا برید طالبانو په دې فکر کړی چې پولیسو ته جذبېدونکي کسان یې په نښه کړي دي.

 له هرات څخه د یوه راپور له مخې، تېره شپه وسله والو طالبانو د فرسي ولسوالي پر امنیه قوماندانۍ په برید کې ۵ پولیس وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.

د هرات والي عبدالوحید قتالي نن وویل چې په دې پېښه کې ۹ طالبان هم وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب