پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهکابل ته خلیلزاد سفر؛ د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ به د...

کابل ته خلیلزاد سفر؛ د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ به د همکاریو نوی فصل پیل شي

تاند (دوشنبه د ثور ۱۳) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شوار له مشر عبدالله عبدالله سره‌ یې کتلي دي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، په دغې کتنه کې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې د بهیر اړوند د خپلو فعالیتونو په هکله ښاغلي غني ته راپور ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې دغه‌ راز ولسمشر غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام سره، نویو واقعیتونو ته په کتو د سولې بهیر په همغږۍ ټینګار وکړ.

د ښاغلي غني په خبره چې سوله د افغانستان د خلکو او حکومت اړتیا ده، خو دغه بهیر باید د افغانستان نویو واقعیتونو سره متناسب وي.

ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا د زلمي خلیلزاد له قوله ویلي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکاریو نوی فصل پیل شي.

د خلیلزاد په وینا، «د امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ېوې تلپاتې او عادلانه سولې ټنګښت ته د رسېدو په برخه کې ملاتړ کوي او افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

زلمي خلیلزاد تمه ښودلې چې د ترکیې کنفرانس به په مناسب فرصت کې د لازمې تیارۍ سره جوړ شي او ښکیلې خواوې به د  بحران د حل په برخه کې له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.

سرچینه کاږي چې نوموړي د سولې د ټینګښت په برخه کې د واقیعتونو او سیاسي وحدت په خوندي کولو ټینګار وکړ.

په دغې کتنه کې عبدالله عبدالله طالبان د سولې خبرو اترو او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو خنډ یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره باید له شته فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

عبدالله عبدالله ډاډ څرګند کړ چې د ملي روغې جوړې عالي شورا او د افغان دولت مرکچي پلاوي د استانبول ناسته کې د ګډون لپاره تیاری لري.

د یادونې ده چې زلمي خلیلزاد مخکې تر دې د افغان سولې په هکله د اسیايي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په تاشکند کې یې د ازبکستان، تاجکستان، فزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې د افغان سولې د بهیر د تازه مسایلو او په دې برخه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د رول په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان سوله د منخنۍ اسیا او سیمې د هېوادونو د سولې او امن لپاره ډېره اړینه ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته رسېدلی چې د افغانستان له ګڼو ولایتونو د جګړو او تاوتریخوالي رپوټونه ترلاسه شوي دي.

د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چي وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه او کندهار ترمنځ ۶۰۱ لویه لاره باندې ماینونه ښخ کړي او د عامو خلکو پر مخ یې بنده کړې ده.

طالبانو همدا راز له تېري شپې راهیسې د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون د ناوې او ګرشک ولسوالیو پر یو شمېر پوستو هم بریدونه پیل کړي دي، خو ولایتي اداره بیا وايي چې په یادو سیمو کې یې وسله وال ځپلي او بریدونه یې په شا تمبولي دي.

بلې خوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هلمند کې یې د القاعده شبکې د دوو غړو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب