دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونههیلري کلنټن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن...

هیلري کلنټن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن پر پرېکړه انتقاد وکړ

تاند(دشنبه، د ثور۱۳) د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ولسمشرۍ کاندیدې هیلري کلنټن له افغانستانه د سپټمبر پر یوولسمه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن پرېکړه وغندله.

مېرمن کلنټن، چې د بایډن په شان د دیموکرات ګوند غړې ده او د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وړاندې کاندیده وه، سي این این ته په مرکه کې د بایډن پر پرېکړه د نیوکې په ترڅ کې خبرداری ورکړ«دا پرېکړه به دوې لویې (منفي) پایلې ولري.»

ظاهراً د دې اشاره دې ته وه چې ممکن د افغانستان حکومت وپرزي او طالبان بیا پر افغانستان واکمن شي.

دې وویل، په ځانګړي ډول دا امکان شته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي او په ځانګړو سیمو کې د جګړې اور بل شي.

دې دوهمه ستونزه د تروریستانو د نړیوالو فعالیتونو زیاتېدا وبلله او زیاته یې کړه، په ځانګړي ډول به القاعده او اسلامي دولت ډلې په نړۍ کې تروریستي بریدونه ډېر کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې وویل، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د ټولې سیمې امنیت  اغېزمن شي.

دې د هغو کسانو ساتنه مهمه وبلله چې د ښځو او بشر د حقونو لپاره یې له امریکا او ناټو سره کار کړی دی.

مېرمن کلنټن داسې کسانو ته د وېزې د ورکولو وړاندیز وکړ چې په امریکا کې مېشت شي.

د امریکا پوځ لومړی پلا د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د افغانستان خاورې ته داخل شو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي چې امریکا په افغانستان کې خپل هدف ته لس کاله پخوا د مې په دوهمه نېټه د اسامه بن لادن له وژلو وروسته ورسېد.

مېرمن کلنټن او د جورج ډبلیو بوش د حکومت د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې کاندولیزا رايس تېره اوونۍ د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي وو چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل لویه تېروتنه ده او ښايي امریکا بیا مجبوره شي چې افغانستان ته ځواکونه ولېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب