جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد شوسانت سېنګ پر ژوند فلم جوړېږي

د شوسانت سېنګ پر ژوند فلم جوړېږي

تاند ( دوشنبه، د حمل ۳۰)  هندي رسنۍ وایي، چې د بالیوډ د مشهور اداکار سوشانت سینګ چې د مړینې یې شوخوا یو کال کیږي پر ژوند باندې فلم جوړیږي.

هندي رسنیو د بالیووډ د فلم لارښود رام ګوپال ورما له قوله ویلي چې پلان لري د بالیووډ د مړ شوي ستوري شوسانت سېنګ راجپوت پر ژوند یو ځانګړی فلم جوړ کړي.

ګوپال ورما زیاته کړې چې د راجپوت کړنې باید هېڅ کله هېرې نه شي، هغه د فلم لپاره ډېر کار کړی او موږ یې باید تل ستاینه وکړو.

د نوموړي په وینا، په دې فلم کې به د راجپوت د ژوند بېلابېل اړخونه را ونغاړل شي.

د بالیووډ د فلمونو دا لارښود همدا راز زیاتوي چې د سوشانت سنګ پر ژوند دا جوړیدونکی فلم به د هغه د مرګ په سحنه پای ته ورسوي.

ورما د دې پوښتنې په ځواب کې چې د راجپوت د مرګ په قضیه کې کوم سیاسي لوری لاس لرلی شي چې کوم ځانګړی فلم پرې جوړ شي؟ وویل چې هو د هغه د مرګ پر قضیه یو ځانګړی فلم جوړېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بالیووډ د مشهور او تکړه ستوري شانت سېنګ راجپوت د تېر کال د جون په ۱۴ د ممبۍ په یوه اپارتمان کې مړ وموندل شو.

د هغه تر مړېنې وروسته د اداکار کورنۍ د مالي چارو په تور د اداکارې ریحا چکرورټي پرضد دوسیه درج کړه او وروسته بیا د مخدره توکو د کارولو مسئله هم پکې راپورته شوه.

هندي پولیس لا هم د هغه د مړېنې د دوسیې پر څېړلو بوخت دي خو لا یې هم کوم څوک په تور نه دی تورن شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب