شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

که په دې لحاظ مسألې ته وګورو چې په ټولنه کې د زرګونو کسانو له منځه یوازې لږ کسان په دې بریالي کېږي چې زیاته پوهه حاصله کړي او زیات سترګور شي، او همدوی د یوې ټولنې د ستونزو اقلاً یوه برخه حل کولی شي، تمه دا کېږي چې هغوی وستایل شي او بر کېنول شي، خو کله چې اپوټه کار کېږي او دا کسان ګواښل کېږي، تر فشار لاندې راوستل کېږي، او بالاخره وژل کېږي، نو بیا جدي پوښتنه رامنځته کېږي. هغه پوښتنه دا ده چې دا اپوټه کار څنګه په منلې او عادي چاره بدلېږي او ټولنه د سرلارو وژل په یوه بهیر بدلوي. څه شی دا کار دومره آسانه کوي. په واضحو ټکو به یې ووایو چې د افغانستان غوندې هېواد کې، څه شی د دې سبب کېږي چې زیات شمېر سرلاري وژل کېږي، هغه که د مذهبي ډلو کسان دي، که د غیر مذهبي، او که حکومتونه یې وژني، که ګوندونه او وسله‌والې ډلې یې.

په دې کې شک نشته چې دغه کسان یا بالفعل د هېواد سرلاري وو او یا بالقوه پر همدې لاره روان وو او که یې موقع پیدا کړې وای، تکړه متفکران او ښايي مخکښ رهبران به ځنې جوړېدل. مثلاً، هغه معلومات چې نن یې په مذهبي ډلو کې د استاد برهان الدین رباني، حبیب الرحمن، عبدالرحیم نیازي، غلام محمد نیازي، اسماعیل مبلغ، او سید اسماعیل بلخي غوندې کسانو د وړتیاوو په اړه لرو، یا په چپي ډلو کې چې د اکرم یاري، علي حیدر لهیب، طاهر بدخشي، عبدالقیوم رهبر، مجید کلکاني، میر اکبر خیبر، عبدالاله رستاخیز او د دوی غوندې نورو کسانو وړتیاوو ته وګورو، یا په لیکوالو او سیاستوالو کې د موسی شفیق، محمد هاشم میوندوال، سید بهاءالدین مجروح، سید رسول او د دوی په شان د نورو کسانو پوهې ته چې وګورو، پوهېږو چې چې هغوی په خپل وخت کې عالي استعدادونه لرل، تر نورو یې زیاته مطالعه کوله، د خپلې ټولنې د راتلونکې په اړه یې ژور فکرونه کول، خو دوی او ډېر نور کسان چې زیات مشهور نه وو خو پر همدې لوري روان وو، ټول ووژل شول. (۵)

د سرلارو وژل، یا د روښانفکرانو او بل وړ فکر کوونکو بندي کول او شکنجه کول، د سردار محمد داوود د کودتا په کلونو کې لومړني څرکونه ووهل، خو د خلق دموکراتیک ګوند په کودتا سره اوج ته ورسېدل او په ټول هېواد کې د جګړې له خپرېدو سره، خورا زیات شول. البته دا جنګ یوازینی دروند تاوان نه و چې موږ ته یې را واړاوه. د جنګ په کلونو کې، نه یوازې دا چې د ټولنې فکري سرلاري په خطر کې وو، بلکې ان هغه کسان چې د تحصیل په ټیټو درجو کې وو، خو د ټولنې له عامو خلکو څخه لږ څه متفاوت وو، د همدې توپیر په وجه ووژل شول. په دوی کې معلم، ډاکټر، انجینیر، ملا، شاعر، ادیب، هنرمند او نور شامل وو. په دې قتلونو کې ځینې د د وخت د حاکمانو په زندانو کې او ډېر یې په پېښور او نورو ځایونو کې د صحرايي اعدامونو، اختطاف او ټرور په بڼه شوي دي.

که د هېواد شرایط داسې وای چې دا پېښې په کې نه وای شوې، سیاسي ډلو و واکمنو نظامونو د خپلو مخالفانو په وژلو لاس نه وای پورې کړی، او د هغې پر ځای د ټولنې د ستونزو په باره کې ملي خبرې اترې شوې وای، او مختلفې طرحې او حل لارې وړاندې شوې وای، او مناقشې د مدني او فرهنګي فعالیتونو په چوکاټ کې ترسره شوې وای، او د نظرونو توپیرونه د ټولنې د فکري بډاینې سبب شوي وای، او دا بهیر زموږ په فرهنګ کې پوخ شوی وای، نن به افغانستان په بل حال کې وای او ډېره انرژي او ځواک به په کې وای.

په حقوقي لحاظ د یوه سرلاري مړ کېدل، یوازې د یوه انسان مړینه ده، خو د دې کسانو د اهمیت او نقش په لحاظ د یوه سرلاري مرګ د یوه ملت له مرګ سره برابر دی، ځکه چې داسې کسان په دېرې سختۍ سره پيدا کېږي او په آسانۍ سره یې ځای نه ډکېږي. د سعدي وینا ده چې:

صبر بسیار بباید پدر پیر فلک را/ تا دگر مادر گیتی چو تو فرزند بزاید

[او پښتانه وايي: سل دې ومري، د سلو سر دې نه مري.]

کله چې لاهوري اقبال ځان له رازه خبر بولي او وايي:

سر آمد روزگار این فقیری/ دگر دانای راز آید که ناید

یا وايي:

مرا بنگر که در هندوستان دیگر نمی بینی/ برهمن زاده‌ای رمزآشنای روم و تبریز است

دی همدې ټکي ته اشاره کوي چې د زرګونو او ښايي د میلیونونو وګړو په منځ کې ایله یو څو تنه په راز خبر کسان پیدا کېږي او داسې درک او بصیرت حاصلوي چې کولی شي د ژغورنې پیغام راوړي.

خو جهل ځپلې ټولنې چې د چلبازو او ټګانو بازار په کې ګرم وي، نه یوازې د سرلارو په قدر نه پوهېږي، بلکې ان د هغوی مرګ هم بې غږ و غوږه وي. کله چې د سید بهاءالدین مجروح غوندې متفکر شخصیت مو له لاسه وځي، ټول ملت باید د غم جامې واغوندي او له سترګو وینې وڅڅوي، خو په بې درکه ټولنه کې داسې چوپتیا وي چې ګواکې هېڅ هم نه دي شوي. دا وضعیت ښکاره مصیبت او ناورین دی.

دلته باید وګورو چې دغه ناروین له کومه ځایه راولاړ شوی دی؟ ولې د لویو انسانانو په قدر څوک نه پوهېږي؟ ولې د هغوی قتل کېدل، ضایعه نه ګڼل کېږي؟ او ولې یې د تکرار د مخنیوي لپاره کار نه کېږي؟

ښکاره خبره ده چې ان د یوه عادي وګړي قتل ته هم باید په کمه سترګه ونه ګورو، ځکه چې قرآن مجید ویلي دي چې د یوه کس ناحقه وژل، د ټول انسانیت له وژلو سره برابر دي: “من قتل نفسا بغیر نفس أو فساد فی الأرض فکأنما قتل الناس جمیعا” (۶) (هر څوک یو نفس ووژني بې له حقه او بې له دې چې په ځمکه کې یې فساد او فتنه کړې وي، داسې ده لکه ټول خلک یې چې وژلي وي) خو کله چې ان د سرلارو او پوهانو وژل هم قبیح ونه ګڼل شي او په ورځنۍ او معمولي چاره بدل شي او ان وستایل شي او د یوې ډلې او ګوند ویاړ وګڼل شي، نو موږ به له خورا خطرناک وضعیت سره مخ یو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب