جمعه, مې 17, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۲) |لیکوال: نوح هیراری

د بشر د راتلونکې تاریخ (۲) |لیکوال: نوح هیراری

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت د راتلونکې لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

دویمه برخه:

نامريې یا پټې لښکرې

له لوږې وروسته د انسان بل ستر دښمن وبا او ساري ناروغۍ وې. ګڼ مېشته ښارونه چې د سوداګرو ،حکومتي مامورانو او زیارتوالو له څپو سره مخامخ وو هم د انساني تمدنونو زانګو اوهم د بېلابېلو وېروسونو او میکروبونو د خپبرېدا غوره ځايونه وو. هغه کسان چې د منځنۍ پيړۍ په اتن یا فلورانس ښارونو کې اوسېدل پوهېدل چې ممکنه ده بله اونۍ د ناروغۍ پر بسترې وغځیږي او ومري، او یا ښايي وبا او ساري ناروغۍ ېې ټوله کورنۍ ترې واخلي.

۲.۱ د منځنیو پیړیو ولسونو تورمرګ یا طاعون ته د یوه شیطاني ځواک په سترګه کتل چې د انسان له درک او کنټروله بهر دی.

د ناروغۍ اصلي علت د یرشینیا پیسټیس په نامه باکتریا وه.۶

تور مرګ یا طاعون پکې تر ټولو مشهوره مرګونې وبا وه چې د مرکزي یا جنوبي اسیا په ۱۳۳۰ کلونو کې خپره شوه. هلته د «یرشینیا پیسټیس» باکتریا د ورَږو او سپږو د چیچلو په وسیله انسان ته انتقال شوه، له هغه ځایه طاعون د موږکانو او سپږو له لښکرو سره اسیا، اروپا او شمالي افریقا ته خپور شو او له شلو کلونو په کمه موده کې ېې د اطلس سمندر غاړې وځپلې. طاعون له پنځه اویا تر دوه سوه میلیونوپورې کسان ووژل د اروپا اواسیا څلورمه برخه انسان مړه شول. په انګلستان کې هم له هرو څلورو کسانو یو کس د مرګ کندې ته ټیل وهل شوی ؤ. تر دغې وژوونکې وبا پورې د انګلستان نفوس درې اعشاریه اوو میلیونه ؤ خو له طاعون وروسته دوه اعشاریه دوه میلونه کسان پاتې شول. په فلورانس کې له یو لک کسانو پنځوس زره مړه شوي وو. ۷

حکومتونه د وبا په کنټرول کې پاتې راغلي وو. دوي نه پوهیدل چې څنګه د اپیډمۍ د خپریدا مخه ونیسي. له دې پرته چې د ډله ییز عبادت زمینه برابره کړي بل ېې هیڅ له لاسه نه ؤ پوره. تر موډرنې زمانې پورې انسان د ناروغیو ټوله پړه پر ککړې هوا، پلیتو ارواوو او قهرجنو خدایانو اچوله او پر میکروبونو او باکتریاوو ېې باور نه کاوه. انسان پر پرښتو او پریانو په اسانه باور او عقیده کولی شواي خو دوي دا تصور او باور نه شواي کولی چې یوه وړه سپږه او یو څاڅکی اوبه دې د مرګونې ناروغۍ لښکرې ولیږدوي. تور مرګ یا طاعون یوازینۍ پیښه نه وه او دا د تاریخ تر ټولو ناوړه او وژوونکې وبا هم نه وه. له دې وروسته چې لومړني اروپایان امریکا ،استرالیا او د ارام سمندر ټاپوګانو ته لاړل انسان له نورو مرګونو ناروغیو او ناخوالو سره مخامخ شو. دوي له ځان سره داسې ساري ناروغۍ او وبا یوړه چې ځايي انسانانو وروسره مقاومت نه شواي کولی. دغو ساري ناروغیو د ځايي اوسیدونکو ۹۰ سلنه ووژل.۸

 د ۱۵۲۰ کال د مارچ په پنځمه یوه کوچنۍ اسپانیايي بیړۍ د کیوبا له ټاپو د مکسیکو په لور روانه شوه. په بیړۍ کې ۹۰۰ اسپانیايي عسکر، اسان، توپونه او یو شمېر افریقايي مرییان سپاره وو، د «فرانسیسکو ډې ایکویا» په نامه یوه مرییه له ځان سره تر ټولو خطرناک او مرګونی پيټی درلود، په خپله فرانسیسکو په دې نه پوهیده خو د هغه د بدن په میلیاردونو حجرو کې یو ساعتي بیلوجیکي بم دقیقې او ثانیې شمېرلې.هغه له ځان سره د چیچک یا کوي ویروس لیږداوه. کله چې مکسیکو ته ورسید ویروس د هغه په ټول بدن منګولې خښې کړې او ټول بدن ېې له دانو ډک شو. د «سیمپوالان» په ښار کې یوه ځايې امریکايي ناروغ فرانسیسکو ته د شپې ځاي او بستره ورکړه. فرانسیسکو کورنۍ ته ویروس ولیږداوه او کورنۍ خپل ګاونډیان په دې ناروغۍ اخته کړل. په لسو ورځو کې د سیمپوالان ښار په هدیرې بدل شو. له ښاره تلونکو مهاجرو میکروب ګاونډیو کلیو او ښارونو ته ورساوه. په دې ډ‌ول وبا په ټول مکسیکو کې خپره شوه او لنډه موده وروسته له سرحدونو واوښته. په «یوکاتان» ټاپووزمه کې د «مایا» سور پوستو فکر کاوه چې درې قهروړي خدایان «ایکپتز،اوزانکاک او شوکاک» شپې مهال پر بېلابېلو ښارونو الوتي دي او دغه ساري ناروغي ېې خپره کړې ده. د «ازتک» قومونو ملامتي د «تیزکاتلیپکو» او «ژیپې توتیک» په نامه په نورو خدایانو اچوله او ځينو به ویل ښايي دا پر سپین جادو د تور جادو اغیز وي. خلک به پادریانو او ډاکټرانو ته د مشورې لپاره ورتلل. دوي به ورته د دعاګانو، په یخو اوبو د لامبلو یا پر ځان د قیر د موښلو او پر زخمونو د ورګو د مور د میده شویو پوډرو د موښلو سپارښتنه کوله. هیڅ شي مرسته ونه کړه، په زرګونو مړي په کوڅو او واټونو کې پراته وو، هیچا جرائت نه کاوه چې ورنیژدې شي. په څو ورځو کې به ټوله کورنۍ د مرګ کندې ته پریوته او حکومت چې نور څه نه شواي کولی پر مړیو به ېې د دوي خپل کورونه ونړول. په ځینو سیمو کې نیمايي نفوس له منځه لاړ. د ۱۵۲۰ میلادي کال په سپتمبر کې  وبا د مکسیکو په دره کې خپره شوه او په اکتوبر کې د «ازتکرنس» د پلازمینې «تنوچیتیان» پر دروازو ورننوته. په دوو میاشتو کې د دغه ښاره له دوه نیم لکه نفوس څخه د ازتکیانو د باچا «چیتلاکوت» په شمول دریمه برخه مړه شول. کله چې د۱۵۲۰ په مارچ میاشت کې دغه اسپانیايي بیړۍ مکسیکو ته راورسیده، د دغه هیواد نفوس دوه ویشت میلیونه ؤ، خو په دسمبر کې له څوارلس میلیونو هم کم پاتې شول. د چیچک یا کوي ناروغي پر مکسیکویانو لومړنی ګوزار ؤ. وروسته په داسې حال کې چې اسپانیاني بادارانو ېې لوټمار کاوه او د ځايي خلکو په زبیښاک اخته وو، د سري او انفلونزا په شان  له نورو ناروغیو سره هم لاس او ګریوان شول. په ۱۵۸۰ میلادي کال کې د مکسیکو نفوس تر دوه میلیون کسانو پورې راټیټ شو.۹

د ۱۷۷۸ میلادي کال د جنورۍ په اتلسمه بریټانوی کاشف «کپټین جیمس کوک» هاوايي ته راغی. په دغه وخت  کې د هاویي ټاپو کابو پنځه لکه نفوس درلود چې له اروپا او امریکا بیخي ګوښه پراته وو او کله هم له اروپايي او امریکايی ناروغیو سره نه وو مخامخ شوي. کپټین کوک او ملګرو ېې له ځان سره د انفلونزا، نري رنځ او سفلیس میکروبونه هاوايي ته رواړل. وروسته اروپايي سیلانیانو د ټیفوس او چیچک ویروسونه ولیږدول. په ۱۸۵۳ میلادي کال کې  د هاوايي یوازې اویازره کسان ژوندي پاتې وو.۱۰

 په ۱۹۰۰ مې میلادي پيړۍ کې ساري ناروغیو په میلیونونه کسان ووژل. د ۱۹۱۸ میلادي کال په جنورۍ کې د فرانسې په شمال کې د اسپانیايي انفلونزا په نوم ناروغۍ په زرګونو عسکر مړه کړل. د جنګ لومړۍ کرښې له تدارکاتي پلوه تر ټولو اغیزمنه شبکه وه. انساني ځواک او جنګي وسایل له بریټانیا، امریکا، هند او استرالیا تلل راتلل. له منځنۍ اسیا څخه تیل، له ارجېنټاین څخه د غوا غوښه، له مالایا پلاستیک ، له کانګو هیواد څخه مس لېږدیدل. د دغو شیانو په بدل کې اسپانیايي انفلونزا بېرته صادریدله. په څو محدودو میاشتو کې د نړۍ نیم میلیارد یعنې د ټولې نړۍ د نفوس دریمه برخه په دې ویرس اخته شول. په هند کې ېې د ټول نفوس پنځه سلنه ووژل « پنځلس میلیونه انسانان». د «تایټي» په ټاپو کې د ټول نفوس څوارلس فیصده مړه شول. په «ساموا» کې شل په سلو کې له منځه لاړل. د کانګو هیواد د مسو په کانونو کې له پنځو کارګرو یو له منځه تللی وو. له یوه کاله په کمه موده کې له پنځوس تر سل میلیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. له ۱۹۱۴ تر ۱۹۱۸ کاله پورې لومړۍ نړیوالې جګړې څلویښت میلیونه کسان ووژل.۱۱

 د دغو لویو ساري ناروغیو سره په څنګ کې، د ساري ناروغیو وړو خو منظمو څپو هم په هر کال کې د میلیونونو کسانو ژوند اخیست. ماشومان له کمزوري دفاعي سیستم سره تر ټولو زیانګالي وو. له همدې امله ډیری دغه ناروغۍ د ماشومانو په ناروغیو مشهورې شوې وې. د ۱۹۰۰ کلونو په لومړیو کې د نړۍ په دریو کې یوه برخه ماشومان د ناسمې تغذيې او ناروغیو له امله مړه شول. په وروسیتو پیړیو کې د ساریو ناروغیو په وړاندې خلک نور هم زیان ګالي شوي دي. دلیل ېې د نفوس زیاتیدل او د ترانسپورت ستونزې ښودل شوی دی. د ټوکیو او کینشاسا په شان مډرن ښارونه، د ۱۵۲۰مو کلونو د فلورانس او «تینکوشیتالان» په پرتله د ویروس د خپریدا ډیر امکانات لري او ننی ترانسپورتي سیسټم در ۱۹۱۸ کال په پرتله ډیر اغیزمن دی. د اسپانیايي انفلونزا په شان  ویروس له کانګو هیواده تر تاهیټي پورې په څلورویشت ساعتونو کې رسیداي شي. ځکه خو ویلی شو چې نن سبا موږ د طاعون د څپه ییزو حملو په پرتله د ساري ناروغیو په یوه اپیډیمک دوزخ کې ژوند کوو. په داسې دوزخ کې چې ممکن له یوې وبا پسې بله او په ډیره چټکۍ خپره شي. خو له دې ټولو سره سره ګورو چې په دې وروستیو لسیزو کې د دغسې ناوړه ساري ناروغیو کچه د پخوا په پرتله ډیره کمه شوې ده. دغه راز د ماشومانو د مړینې اندازه هیڅکله دومره ټیټه نه وه لکه نن چې ده. د ټولې نړۍ په کچه پنځه سلنه ماشومان تر دې وړاندې چې بلوغ ته ورسیږي مري البته په صنعتي هیوادونو کې ېې شمېره یو فیصده ته رسیږي.۱۲

 د دې مُعجزې علت په نولسمه پيړۍ کې د طب په برخه کې پرمختګ دی چې بشریت ته ېې واکسینونه، میکروب ضد درمل، د پاکۍ او سترګۍ چینلونه او پرمختللي طبي وسایل او سیسټمونه ډالۍ کړي دي. په نړیواله سویه د چیچک په ضد  د بریالي واکسین یادونه کولی شو. د دغه واکسین له جوړولو او کارولو وروسته په ۱۹۷۹ کال کې د روغتیا نړیوالې ادارې اعلان وکړ چې انسان پر چیچک بر لاسی شو او د نړۍ په کچه دغه ناروغي ختمه شوه. دا لومړنۍ اپيدیمي یا وبا وه چې انسان پرې برلاسه شو او جرړې ېې وایستې. په ۱۹۶۷ کال کې پنځلس میلیونه انسانان په چیچک اخته شوي وو چې دوه میلیونه پکې د نیستۍ کندې ته ټیل وهل شول. په ۲۰۱۴ کال کې هیڅوک په چیچک نه دي اخته شوي او نه هم څوک مړه شوي. کامیابي تر دې حده ده چې نن سبا د روغتیا نړیواله ادره هیڅوک د چیچک په وړاندې نه واکسین کوي.۱۳

د وروستیو لسیزو په بېلابېلو واټنونو کې د ځینو ساري ناروغیو خپرېدا  خلک وبېرول، د مثال په توګه په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې د سارز ویروس، په ۲۰۰۵ کې د مرغانو انفلونزا، په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کې د خوګانو انفلوانزا او په ۲۰۱۴ ایبولا یادولی شو.« اوس په ۲۰۲۰ کې کویدـ۱۹ ویروس. ژباړن» خو له نیکه مرغه د سمو او اغیزمنو اقداماتو له امله ډیر لږ کسان پکې ووژل شول. کله چې سارز ویروس خپور شو د نوي طاعون نوم ورکړل شو خو کله چې د ناروغۍ ټغر ټول شو په ټوله نړۍ کې یوازې تر زرو کم کسان مړه شوي وو.۱۴

 ایبولا په لودیځې افریقا کې خپره شوه او یوه موده پرې تیره شوه تر څو چې کنټرول شي. د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په شپږ ویشتمه د روغتیا نړیوالې ادارې ایبولا د انسان روغتیا ته  د اوسني وخت ډېره خطرناکه ستونزه وبلله.۱۵

 د ۲۰۱۵ په پيل کې انسان بریالی شو ناروغي په موقتي توګه کنټرول کړي او د ۲۰۱۶ کال په جېنورۍ کې د ورغتیا نړیوالې ادارې اعلان وکړ چې خطر له منځه تللی دی. دیرش زره کسان په ایبولا اخته شول او یوولس زره پکې مړه شوي دي. دغه ویروس د افریقا لودیځه وځپله خو په ټولې نړۍ کې ېې ویره خپره کړه خو له دې سره سره ویروس له لويدیځې افریقا بهر ته سرایت ونه کړ او نیژدې هیوادونو او لویو وچو قربانیان نه درلودل. په مکسيکو کې د چیچک او اسپانیایي انفلونزا په شان ایبولا ډیره او په پراخه کچه خپره نه شوه. ډېرو کسانو ایډز تراژیدي د نړۍ په کچه تر ټولو ډیره مرګونې او لا علاجه ناروغي بللې ده خو نن سبا د دغه ویروس په مخنیوي کې پرمختګ کتلی شو.  د ۱۹۸۰ مې لسیزې په پيل کې دیرش میلیونه کسان له دې ناروغۍ مړه شول او په لسګونو میلیونو نورو له جسمي او روحي کړاونو سره مخامخ شول. په دې ساري ناروغۍ پوهیدل او له هغې سره مبارزه سخته ښکاریده. ځکه چې د ایډز ویروس موزي او غولوونکی ویروس دی. د چیچک ویرس معلوم دی او که څوک پرې اخته شي که معالجه نه شي په څو ورځو کې ېې د مرګ کندې ته ټیل وهي خو هغه کسان چې په ایډز اخته دي ممکنه په اونیو او میاشتو روغ ښکاره شي خو په عین وخت کې نورو ته دغه ویروس لیږدولی شي له دې پرته چې په خپله هم په ځان پوه شي چې دغه ویروس لري. دغه راز د ایچ ، اي ، وي ویروس په خپله څوک نه وژني، ویروس د ناروغ دفاعي سیسټم کمزوری کوي او د نورو ناروغیو او میکروبونو په وړاندې ېې مقاومت کموي او د نورو ناروغیو له امله انسان له پښو غورځي. دا خبره هم روښانه نه ده چې ولې دغه ویروس خپور شو. کله چې په ۱۹۸۱ کال کې دوه ناروغان په نیویارک کې بستر شول یو د سږو د پړسوب نه مړ شو او دویم کس په سرطان اخته او بیا مړ شو ځکه خو هیچا دا شک هم نه کاوه چې دوي په ایچ ، اي ، وي اخته شوي اوله میاشتو او کلونو راهیسې د ناروغۍ خپروونکي وو.۱۶

 وروسته خبره جوته شوه چې دا یوه نوې ساري ناروغي ده. له دې وروسته په دوو کلونو کې ایله ډاکټران پوه شول چې دا څه ډول ناروغي ده او څه ډول خپریږي. له هغه وروسته ېې د مخنوي لارې چارې بیان کړې. په وروستیو لسو کلونو کې ایډز له وژونکې په مُزمنې ناروغۍ بدل شو« په تیره بیا هغو کسانو ته  چې شتمن وو او د معالجې پيسې ېې درلودې لا علاجه ناروغي نه وه».۱۷

 تصور وکړئ که ایډز د ۱۹۸۱ کال په ځاي په ۱۵۸۱ کال کې خپور شوی واي. دا به ډیره سخته او ناممکنه واي چې څوک پوه شوي واي د دغې ناروغۍ علت څه دی، څه ډول خپریږي، څه ډول ېې مخنیو کیدای شي او څنګه باید معالجه شي. په دغسې حالت کې ممکن تر طاعون ډیر کسان ېې د مرګ کندې ته ټیل وهلي واي. له دې سره سره چې نن سبا ایډز لا هم قربانیان لري، اوهر کال په ملیونونه انسان د ملاریا په شان  د بېلابېلو ساري ناروغیو له امله مري خو د پخوا په پرتله ساري ناروغۍ د انسان روغتیا ته کم ګواښ پیښوي. ۱۸

نن سبا ډیری کسان په ساري او میکروبي ناروغیو نه ، بلکه د سرطان، زړه ناروغیو او د عمر له زیاتیدا مري.«سرطان او د زړه ناروغۍ نوې نه دي خو پخوانیو انسانانو کم عمر کاوه او دومره عمر ېې نه شواي کولی چې دغه ناروغۍ ېې ووژني». ډیری انسانانو په ترهه کې ژوند کاوه چې کله به د وبا او ساري ناروغیو بله څپه راځي. هیڅ ګرنټي او ضمانت نه ؤ چې طاعون او نورې ساري ناروغۍ به بیرته نه راګرځي. خو نن سبا مونږ ټول دا یقین کولی شو چې د میکروبونو او نارغیو په مقابله کې به ډاکټران کامیابه وي. د پټالوجیکي او جېنیټکي بدلونونو له امله به حتما نوې ساري  او میکروبي نارغیو رامنځته کیږي. دغه نوي میکروبونه او ناروغۍ ممکن له حیواناتو انسان ته انتقال شي، او یا د بېلابېلو درملو او انټي بیوټیکونو په وړاندې مقاومت پيدا کړي، د اوسنۍ نړۍ نیژدې تماسونو ته پام سره ممکن د پخوا په پرتله ډیر ژر سرایت هم وکړي او بېلابېلو هیوادونو ته وغځیږي ۱۹ خو له علم سره په مقابله کې به میکروبونه بایلونکي وي. او دا به میکروبونه وي چې د قسمت او نصیب فکرونه به کوي نه انسان. ډاکټر به اړتیا نه لري چې  په دې مقابله کې نصیب او قسمت ته ځان وسپاري.

 که څه هم ساینس د قسمت او بخت احسان مني خو هیڅکله ډاکټران په تصادفي توګه کيمیاوي مواد په لابراتوارونو کې نه یوځاي کوي چې بخت ورسره مرسته وکړي او درمل کشف کړي. ډاکټران هر کال د تیر په پرتله نوره پوهه پیدا کوي او د دغې پوهې په مټ نوي درمل او د علاج نوې لارې پیدا کوي. په ۲۰۵۰ کال کې به له شک پرته نوي او له وخت سره برابر میکروبونه پيدا شي خو ورسره به یو وخت به طب او ساینس تر نن ښه او اسانه علاج ورته پيدا کړی وي. ۲۰

په ۲۰۱۵ کال کې ډاکټرانو یو نوي ډول انیټي بیوټیک کشف کړل چې ټایکسو باکټین «ُTeixobasctin» نومیږي. د دغو میکروب ضد درملو په وړاندې  تر اوسه پورې باکټریاوې مقاومت نه شي کولی. ځینې څیړاند باوري دي چې ټایکسو باکټین به له مقاومو باکټریاوو سره په مقابله کې برخلیک ټاکوونکي وي. ۲۱ دغه راز څیړاند په داسې طبي وسایلو او رودو کار کوي چې په طبي برخه کې به انقلاب راولي او له اوسنیو درملو به بیخي توپير ولري. د مثال په توګه ځینې تحقیقاتي لابراتوارونه په داسې نانو روباټونو کار کوي چې ممکن زموږ د وینې په رګونو کې حرکت وکړي او میکروبونه، ناروغۍ او سرطاني حجرې کشف او همغلته ېې له منځه یوسي.۲۲ میکروارګانیزمونه ممکن د څلور میلیارډ کلونو کوټلې تجربه ولري چې له ژوندیو موجوداتو سره مقابله وکړي خو له بیو میخانیکي وسایلو سره به مبارزه ورته بیخي نوې وي. ځکه خو دا به میکروبونو ته سخته وي چې د دغو ربوټونو په وړاندې نوي دفاعي میکانیزمونه پيدا کړي. لکه چې وویل شول دا ډاډ نه شته چې یو ځل بیا به د ایبولا او انفلوانزا په شان یوه بله وبا به نه خپریږي او د میلیونونو کسانو ژوند به نه اخلي، خو هیڅکله به دې ته ورته غمیزې چې علاج ېې ناشونی وي نه رامنځته کیږي، که چېرته دغسې یوه غمیزه رامنځته کیږي دا به یوه لویه انساني تېروتنه وي او باید مسول کسان ېې مسولیت واخلي. کله چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په اوړي کې د روغتیا د نړیوال سازمان پر کارکوونکو د ایبولا وبا برلاسه شوه، سمدستي ېې څو کمیټې او کمیسیونونه جوړ کړل. د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر په اتلسمه دې کمیسیون یو رسمي راپور خپور کړ او د روغتیا نړیواله اداره ېې د قانون ماتوونې په وړاندې په بې پروايۍ تورنه کړه. کمېسیون د ستونزې اصلي علت د روغتیا د نړیوالې ادارې د افریقايي څانګې ادارې فساد او تنبلي وباله. په دې راپور کې پر ټولې نړیوالې ټولنې نیوکه شوې وه چې د ایبولا په وړاندې ېې کمزوری او ځنډنی اقدام کړی. دغسې راپورونه د دې ښودنه کوي چې ننی انسان علم، پوهه او دا امکانات لري چې د وبا د خپراوي مخه ونیسي. او که چېرته کومه ساري ناروغي یا وبا له کنټروله ووته بیا نو د انسان تېروتنه اویا ناقصه پوهه ېې اصلي علت ګڼل کیږي او څوک ېې د خداي د قهر او غضب نتیجه نه بولي. د ایبولا او ایډز په شان د طبیعي غمیزو په وړاندې په مبارزه کې تله د انسان په ګټه درنه وي او انسان به د دې جنګ ګټوونکی وي، خو که خطره په خپله د انسان د ذات او اقداماتو له امله وي بیا به کیسه کومې خوا ته لاړه شي او پړه به پر چا واچول شي؟ بیو ټیکنالوجي موږ ته دا وس او امکانات راکوي چې له ویرسونو او میکروبونو سره په مبارزه کې میدان وګټو، خو همدغه بیو ټیکنالوجي په خپله بشریت ته یو ګواښ کیداي شي. هغه وسایل چې له ډاکټرانو سره مرسته کوي چې په چټکۍ سره ناروغۍ تشخیص او علاج ېې وکړي، له ترهګرو او پوځیانو سره هم مرسته کولی شي چې نورې خطرناکې ناروغۍ او بېروونکي وېروسونه رامنځته کړي. نو په راتلونکې کې که انسان له دغو وسایلو د بې رحمانه ایډیالوژۍ په ګټه کار واخلي ممکن داسې وېروسونه او ناروغۍ رامنځته کړي چې کنټرول ېې سخت وي. اوس هغه وخت تیر شوی چې بشریت د ساري ناروغیو او وبا په وړاندې عاجز ؤ البته دا امکان هم شته چې پر دغسې ناروغیو پسې زړه تنګي شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب