سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاټیټ قد لروونکو خلکو ته لازمې سپارښتنې

ټیټ قد لروونکو خلکو ته لازمې سپارښتنې

روغتیا پوهان وایي، که څوک غواړي چې لوړ قد او جګه ونه ولري نو ورته لازمه ده چې خپل غذایي رژیم ته پوره پاملرنه وکړي.

دوی وایي، سالم او ځانګړی غذایي رژیم د دې لامل کېږي چې په بدن کې نوي سلولونه وده وکړي او هډوکي ورسره کلک شي.

د روغتیا پالانو په باور، د سبو زیاتره برخه مغذي مواد لري او د بدن د اړتیا وړ غذایي مواد برابروي چې دا د انسان د ونې د جګوالي لامل کېږي.

دوی دا هم وایي چې ښایي ډېری خلک دا و انګیري چې ګنې دوی له سبو څخه په خپله غذا کې کار اخلي، خو لا یې پر ګټه نه دي پوه شوي.

خو دوی د یادو خلکو اندېښنې ته په ځواب کې وایي چې سابه باید په خاصو او ګټورو طریقو وکارول شي، څو د ونې د لوړوالي لامل شي.

د پوهانو په خبره، تر ټولو اړینه دا ده چې غوښتنه باید پر ځای وي، که مور او پلار له ونې ټیټ وي، تاسو به هم له خپلو همزولو په ونه کې ټیټ یاست؛ ځکه تاسو د لوړې ونې لپاره لازم جینیټیکي پتانشیل نه لرئ او یا دا چې له وخته مخکې د لوړې ونې تمه لرئ.

د دوی په باور کېدای شي تر اوسه بلوغ ته نه یاست رسېدلي، د دې پوښتنو د حل په موخه مو له خپل مور او پلار او یا له کوم ډاکټر سره خبرې وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب